د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان لپاره ستراتیژي آینده سه شنبې اعلانیږي


سپېنه ماڼۍ وايي چې جمهور ریْس اوباما به د سې شنبې په شپه د افغانستان د پاره خپله نوې ستراتېژي د یوې بیانیې په ترڅ کې اعلان کړي. جمهور ریْس به د نیویارک ایالت د ویست پوینت په نظامي ادکاډمۍ کې خبري وکړي.

د جمهور ریْس اوباما دغه اعلان د هغه د ملي امنیت د هیات سره د څو اونیو خبرو او غونډو وروسته چې هغه ورسره وکړې، کېږي

خبري رپوټونه وايي چې داسي ښکاري چې جمهور ریْس اوباما به تر ۳۰ زره پوري اضافي عسکر افغانستان ته منظور کړي. په عین حال کې جمهور ریْس اوباما هوډ کړی چې د افغانستان ماموریت به پای ته رسوي.

خو د طالبانو مشر ملا محمد عمر وايي چې آمریکا او ملګري به یې په افغانستان کې د ماتې سره مخامخ شي او ددغې ماتې مخه د نورو عسکرو په لېږلو نشي نیول کېدای.

په یوه پېغام کې چې د چارشنبې په ورځ د طالبانو په وېب پاڼه کې خپور شوی و د طالبانو مشر ملا عمر یو ځل بیا د حکومت سره د سولې خبرې رد کړې او وېویل چې هغه به هیڅکله د یوه داسي حکومت سره خبري ونکړي چې د خارجي قواوو حضور په افغانستان کې اوږدوي.

ملا عمر د ډیر پخوا نه یوه داسي پالیسي غور کړی چې د خارجي قواوو په حضور کې به د حکومت سره خبري نه کوي.

XS
SM
MD
LG