د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا مطبوعاتو د افغانستان ستراتیژي څیړلې


جمهور رئیس اوباما به د سه شنبې په ماښام د افغانستان په مورد وغږیږي، جمهور رئیس به د خپل گوند د غوښتنې په خلاف عسکر زیات کړي، امریکا به د خپلو متحدینو نه لس زره نورعسکر وغواړي، د طالبانو مشر ویلي دي امریکا په افغانستان کې له ماتې سره مخامخه ده.

د امریکا مطبوعاتو دا مسئله څیړلې ده.

د والستریت ژورنال ورځپاڼه د نوامبر د شپږویشتمې نېټې په گڼه کې لیکی، د امریکا جمهوررئیس براک اوباما به د سه شنبې په ورځ په ویست پاینټ کې د امریکا نظامي اکاډمۍ ته ولاړ شي او هلته به ملت ته د خپل جمهوری ریاست د بهرنۍ پالیسي تر ټولو مهمه وینا واوروي.

هیله کیږي چې په دغه وینا کې په افغانستان کې د امریکایی عسکرو د زیاتیدلو خبره اعلان شي.

ورځپاڼه زیاتوي، داسې اټکل کیږي چې ددغې بیانیې په ترڅ کې د دیرش زرو عسکرو، روزونکو او ملکي پرسونل د لیږلو خبره وشي.

اوباما به په همدې بیانیه کې ددغو اضافي عسکرو د لیږلو لگښتونه او د انساني تلفاتو خبره هم یاده کړي.

خو د سپینې ماڼۍ د یوه مامور په خبره دی به داخبره هم وکړي چې د امریکا دا تعهد تر ابده پورې دوام نه شوي کولی.

ده ویلي دي چې مونږ په افغانستان کې د نهو کلونو لپاره پاتې شولو خو مونږ به په دغه هیواد کې دومره نور نه شو پاتې کیدلی.

والستریت ژورنال لیکي، د سپینې ماڼۍ مامورین ددغه نوې ستراتیژۍ په دروندوالی ښه پوهیږي ځکه یواځې پلان جوړول یې کافي وخت ونیو.

جمهور رئیس له یوې خوا د خپلو مخالفانو خبرې اوري چې په تعلل یې تورنوي او له بلې خوا دی د عسکرو په زیاتولو کې د خپل گوند د غړو د مخالفت سره مخامخ دی.

د واشنگټن پوست ورځپاڼه هم د جمهور رئیس اوباما افغانستان ته د زیاتو عسکر په لیږلو کې د دموکراتانو د مخالفت په هکله لیکي، په داسې حال کې چې اوباما د سه شنبې په شپه خپله پالیسي اعلانوي خو دده د گوند غړي تر ټولو زیات دده په دې پالیسي شک او تردید لري.

همدا اوس د دموکراتانو یو شمیر مشرانو ویلي دي که چیرې دی د اضافي دیرشو زرو عسکرو اعلان وکړي نو دده دا کار به ددوی د هرکلي سره مخامخ نه شي.

دوی گواښ کړی دی چې کله ددغو عسکرو لپاره د پیسو او لگښت غوښتنه وشي، دا غوښتنه به یې ونه منله شي یا دا چې په امریکا کې به مالیه جگه شي.

واشنگټن پوست لیکي په داسې حال کې چې اوباما به په افغانستان کې د ناتو او امریکایی قواوود قوماندان جنرال مک کرستال دا غوښتنه چې دغه هیواد ته نور څلویښت زره عسکر واستوي، خبره احتمالاً ومني په عین حال کې د بریتانیې صدراعظم هم ویلي دي چې د امریکا اروپايي متحدین هم په دې برخه کې حاضر دي چې پنځه زره نور عسکر ولیږي.

د سپینې ماڼۍ مامورین وايي اوباما تر اوسه پورې خپلو متحدینو ته د زیاتو عسکرو د لیږلو پریکړه نه ده اورولې.

نیویارک ټایمز د چهار شنبې په گڼه کې لیکي چې امریکا د خپلو متحدینو نه غواړي چې لس زره نور عسکر افغانستان ته واستوي، او دا به د ښاغلي اوباما د نوې ستراتیژۍ یوه برخه وي.

ورځپاڼه لیکي خو ستونزه داده چې د ناتو غړو هیوادونو د نورو عسکرو په لیږلو کې د خپلو خلکو د مقاومت سره مخامخ دي.

ددې هیوادو خلک د افغانستان په جگړه کې د خپلو هیوادو د ډیر ښکیل کیدلو پلویان نه دي او همدارنگه د افغانستان په حکومت کې د فساد په شته والي شاکي دي.

نیویارک ټایمز لیکي اوباما د خپلو متحدینو نه د ډیرو عسکرو د لیږلو غوښتنه په دې سبب کوي چې د ډیرو امریکایی عسکرو دلیږلو فشار کم شي او په دې ترتیب په امریکا کې د ننه هغه مخالفت هم کم کړي چې د خپل گوند او نورو امریکایانو له خوا دده په ستراتیژي کیږي.

که چیرې امریکا په افغانستان کې یو څه بریالیتوب تر لاسه کړي دا کار به د متحدینو په پای تختونو کې هم دده د بهرني سیاست د بریالیتوب لپاره لاره هواره کړي.

نیویارک ټایمز لیکي، اوباما په څو جبهو کې د څو ستونزو سره مخامخ دی.

ها خوا د بریتانیې ددفاع وزیر ویلي دي چې د امریکا د ستراتیژۍ نه په ډاگه کیدل، د بریتانیا حکومت هغو هڅو ته چې غواړي د جگړې په هکله د عامه خلکو ملاتړ تر لاسه کړي، صدمه رسوي.

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه د خپلې چارشنبې په گڼه کې لیکي د طالبانو مشر ملا عمر د امریکا په دې احتمالي پریکړه چې خپل عسکر په افغانستان کې زیات کړي انتقاد کړی او دخلکو نه یې غوښتي چې د افغان حکومت ونه مني.

ورځپاڼه زیاتوي، ملا عمر ویلي دي چې امریکایان د عسکرو په زیاتولوسره به د ماتې سره مخامخ شي، بد نوم به ځان ته وگټي او د اغزو په بستر کې به یې ځای شي.

دده دا خبرې د راتلونکي سه شنبه په ورځ د اوباما د ستراتیژۍ د اعلانولو له مسئلې سره تړاو لري.

لاس انجلس ټایمز لیکي د ملا عمر دا خبره د مسلمانانو د لوی اختر په درشل کیږي.

ده د خلکو نه غوښتنه کړې چې د کرزي حکومت چې په همدې نژدې ورځو کې یې د لوړې مراسم سرته ورسول ونه مني.

دده په خبره د غه حکومت د اشغال او استعمار په نتیجه کې جوړ شویدی.

ملاعمر د کرزي دا غوښتنه هم رد کړې ده چې طالبان دې وسله په ځمکه کیږدي اوپه سیاسي پروسه کې د حکومت سره یو ځای شي.

دا هغه غوښتنه ده چې د امریکا او دناتو د غړو ملکونو ملاتړ ځان سره لري.

ملاعمر د ډیرو کلونو لپاره د طالبانو د مشرپه حیث پاتې شوی دی او دده د نیولو پرسر ٢٥ ملیونه ډالر انعام ایښودل شویدی.

XS
SM
MD
LG