د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیه د افغانستان په اړه لویه غونډه جوړوي


د برتانیې صدراعظم گورډن براون وایی چی دی به بل کال د افغانستان په باب یوه نړۍ واله غونډه جوړه کړي چی هغه حالات او شرایط وڅیړي چی امنیتي چاري څنگه بیرته افغان چارواکو ته وسپارل سی.

ښاغلي براون دا اعلان نن د شنبې په ورځ په ( ترینیداد او توباگو ) کی د مشترک المنافع د هیوادونو په عالي جرگه کی چی د ملگرو ملتو د عمومي منشي بان کی مون سره یو ځای وکړ.

د برتانیې صدراعظم وویل چی د ناتو متحدان، د نړۍ ستر قدرتمن او سیمه ایز گاونډي ملکونه به په دې غونډه کی چی د جنوري د میاشتي په ٢٨ مه به په لندن کی جوړه سی، برخه ولري.

د ښاغلي براون ددفتر په یوه بیانیه کی د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي ته د مهمو امنیتي اهدافو د پاره نهه میاشتي وخت ورته ټاکل سوی دی.

په هغې کی د ښاغلي کرزي نه غوښتل سوي دي چی ‏د خپل حکومت پوځ او پولیس وروزي او کنترول یې حکومتي چارواکو ته په لاس ورکړي تر څو چې برتانوي قواوې له هغه ملک نه راووځي.

او بان کیمون وویل، چې بله غونډه به د افغانستان په پایتخت کابل کې جوړه شي او دا غونډه به د لندن له غونډې نه څو میاشتې وروسته وي.

XS
SM
MD
LG