د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه کې د اورگاډي خونړی ټکر


روسي چارواکي وايي چې د جمعې د ورځې د اورګاډۍ ټکر چې په کښي لږ تر لږه ۲۵ کسه ووژل شول، ښايي د کومې حملې په نتیجه کې شوی وي.

د دغه ملک د ورغتیا د وزارت یوه چارواکي ویلي و چې په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۳۹ خلګ ووژل شوي دي، خو چارواکي بیا وايي چې د روغتیا وزارت ته غلط معلومات ورکړل شوي و.

د ژغورنې ډله د پېښې په سېمه کې په ۱۹ ورک شویو کسانو پسي ګرځي. دوی وايي چې د مړیو شمیر ښايي نور هم لوړ شي. چارواکي په دې لټه کې دي چې ددغه چټک اوړګاډي د ټکر لامل پیدا کړي چې په کښي زیات شمیر خلګ ووژل شول.

په عین حال کې د روسیې مطبوعاتو ویلي دي چې د پېښې په ځای کې یوه کوچنۍ کېنده پیدا شوې ده. دغه راز عیني شاهدانو هم ویلي دي چې دوی د پېښه په ځای کې د چاودنې غږ اوریدلی دی.

دغه اوړګاډی پرون د ماسکو څخه د اس تي پیسبرګ پر لورې روان و. په دغه پېښه کې د ۵۰ نه زیات خلګ ټپي شوي هم دي.

XS
SM
MD
LG