د لاس رسي وړ اتصالات

خوست :سرحدی قواو  جگړه کی ٢٦ یاغیان وژلی دی


په افغانستان کی چارواکی وایی چی سرحدی ساتونکو د پاکستان سره په سرحد کی لږ تر لږه ٢٦ یاغیان په جنگ کی وژلی دی.

افغان چارواکی وایی چی د خوست په ولایت کی په نننی جگړه کی هیڅ کوم سرحدی ساتونکی نه دی خوږ شوی.

هغوی وایی چی په دی جگړه کی چی څو ساعته یی دوام وکړ، د سرحدی ساتونکو سره د اییتلاف د قواوو هوایی ملاتړ هم موجود وو.

د برتانیی صدراعظم گوردن براون د شنبی په ورځ ویلی و چی برتانیه به په راتلونکی کال کی د افغانستان په اړه یو نړیوال کنفرانس دایر کړی او په هغه کی به په هغو شرایطو باندی بحث وشی چی بیرته د امنیتی چارو مسولیت خپله افغانانو ته وسپارل شی.

ښاغلی براون دغه اعلان په ترینیداد او توباگو کی د مشترک المنافعو ملکونو په عالی غونډه کی په داسی حال کی وکړ چی د ملگرو ملتونو سرمنشی بان کی مون هم ورسره ولاړ و.

ښاغلی براون وویل چی د جنوری په ٢٨ مه د لندن په کنفرانس کی به د ناتو غړی ، دنړی طاقت لرونکی او گاونډی ملکونه برخه ولری.

د ښاغلی براون د دفتر په یو خبرلیک کی راغلی چی د امنییتی موضوعاتو په اړه به د افغانستان جمهور ریس ته نهه میاشتی وخت ورکړی.

ښاغلی براون وویل چی د لندن د کنفرانس نه یو څو میاشتی وروسته به بله غونډه په کابل کی جوړه شی.

XS
SM
MD
LG