د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: امریکا باید ٥ کاله نور افغانستان کې پاتې شي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وایي پکار ده چې امریکا په ګاونډي هیواد افغانستان کې لږ تر لږه پنځه کاله نوره هم پاتې شي.

هغه نن پخپله تبصره کې وویل پکار ده چې امریکا تر هغه پورې په افغانستان کې پاتې شي چې خپل ماموریت پای ته ورسوي. په افغانستان کې د ملګروملتونو عالي رتبه دیپلومات وویل چې دی د ایتلافي قواوې دې ته هڅوي چې د خروج د پالیسۍ په ځای دې په عبوري پالیسۍ باندې غور وکړي.

د ملګرو ملتونو خاص استازي کای آیډه وویل چې عبوري پالیسي به افغانانو ته دا فرصت ورکړي چې په تدریج سره ډیر مسولیت په غاړه واخلي. کای آیډه وویل چې ښایي جمهور رییس اوباما به د همداسې پالیسۍ په با ب غور کوي.

XS
SM
MD
LG