د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان لپاره د امریکا نوې ستراتیژي اعلان شوه


د امریکا جمهور رئیس براک اوباما افغانستان ته د نورو دیرش زره امریکايي عسکرو د لیږلو امر وکړ چې د ٢٠١٠م کال په سر کې به په لیږلو شروع وشي.

اوباما وویل چې دغه اضافي قواوې به افغان قواوو ته د مسئولیتونو د سپارلو سره مرستې چټکې کړي او امریکايي عسکرو ته به ددې موقع برابره کړي چې د ٢٠١١م کال د جولای تر میاشتې پورې د افغانستان نه راوتل پیل کړي.

ښاغلی اوباما وايي چې په افغانستان کې به د امریکا د عسکرو مهم هدف د یاغیانو په نښه کو، د نفوسو د مهمو مرکزونو ساتل او د افغان د امنیتي قواوو روزل وي.

د امریکا جمهور رئیس وايي چې ده د امریکا د متحدانو نه غوښتي دي چې په راتلونکو ورځو او هفتو کې افغانستان ته د اضافي عسکرو او منابعو په تهیه کولو کې ونډه واخلي.

د امریکا ددغو اضافي عسکرو په رسیدو سره به په افغانستان کې د امریکايي عسکرو ټول شمیر تقریبا ١٠٠ زرو ته ورسیږي.

XS
SM
MD
LG