د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور رئیس اوباما د بیانیې بشپړ متن


ماښام مو په خیر، د متحده ایالاتو د تعلیم او تربیې قول اردو، زموږ د مسلح قواوو غړو او زما هیوادوالو امریکایانو: زه غواړم نن شپه تاسو ته په افغانستان کې د خپلو هڅو، تعهداتو، منافعو په اړه او د هغې ستراتیژئ په اړه وغږیږم چې زما اداره یې به یې ددې لپاره تعقیبوي چې دغه جگړه په بریالیتوب سره د پای یوه ټکي ته ورسوي. زما لپاره د افتخار ځای دی چې دا خبرې دلته په (ویسټ پواینټ) کې کوم.

ددې ځای نارینه او ښځې زموږ د امنیت لپاره تل چمتو اوسیدلي او ددې لپاره آماده پاتې شوي چې زموږ د ملک د گټو نمایندگي وکړي.

په دغه مسئله باندې د بحث لپاره لومړی ددې خبرې روښانه کول ضرور دي چې امریکا او متحد ملکونه یې ولې اړ شول چې له لومړي سر نه په افغانستان کې په جگړه بوخت شي. موږ دا جگړه نه ده غوښتې. 2001م کال د سپتمبر په 11مه نولس تنو څلور الوتکې وتښتولې او ددغو الوتکو په وسیله یې درې زره انسانان ووژل. دوی زموږ پر نظامي او اقتصادي مرکزونو باندې حمله وکړه. د بې گناه سړیو، ښځو او ماشومانو ژوند یې پرته له دې چې د دوی عقیدې، مذهب او ملیت ته پام وکړي، واخیسته. د تښتول شویو الوتکو له جملې نه په یوې الوتکې کې د سپرو کسانو د زړورتیا نتیجه که نه وای نو دغه الوتکه به په واشنگټن کې زموږ د دیموکراسئ له یوه لوی سمبول سره لگیدلې وای او ډیر نور خلک به پکې وژل شوي وای.

لکه څنگه چې موږ پوهیږو، دغه کسان د القاعدې له شبکې سره تړلي وو. دا د سخت دریځو هغه ډله ده چې د نړۍ یو له تر ټولو لوی دین اسلام یې بدنام کړی او ناوړه استفاده یې ورڅخه کړې ده، دوی د بې گناه خلکو وژل جایز گڼي. د القاعدې د عملیاتو مرکز په افغانستان کې و. هلته د طالبانو بې رحمه او جابر راډیکار تحریک پناه ورکړې وه. طالبان په افغانستان کې د شوروي اتحاد د څو کلونو اشغال او کورنۍ جگړې په پای کې وروسته له هغه واک ته ورسیدل چې امریکا او متحدینو یې له افغانستان نه خپل پام بلې خوا ته وگرځاوه.

د سپتمبر د 11مې یوازې څو ورځې وروسته، کانگرس د القاعدې او القاعدې ته د پناه ورکوونکو په خلاف د قوې استعمال منظور کړ چې دغه منظوري تر ننه پورې برحاله ده. ددې کار لپاره د مشرانو په جرگه کې د صفر په مقابل کې 98 د طرفدارئ رایې ورکړل شوې او په ولسي جرگه کې هم ددغه تصمیم لپاره یوه منفي او 420 مثبتې رایې ورکړل شوې. په تاریخ کې په لومړي ځل د شمالي اتلانتیک تړون یا ناټو خپله پنځمه ماده عملي کړه. دغه ماده وايي، که د تړون پر یوه غړي ملک حمله وشي نو دا د تړون پر ټولو غړو ملکونو باندې حمله گڼل کیږي. او د ملگرو ملتونو د امنیت شورا هم د سپتمبر د 11مې د حملو په ځواب کې د ټولو لازمو اقداماتو د کیدو اجازه ورکړه. امریکا، متحدینو او ټولې نړۍ په گډه د القاعده د تروریستي شبکې د تباه کولو او زموږ د مشترک امنیت د تامینولو لپاره مبارزه پیل کړه

د داخلي اتحاد او نړیوال مشروعیت تر بیرغ لاندې، او وروسته له هغه چې طالبانو د اسامه بن لادن د تسلیمولو پیشنهاد رد کړ، موږ خپلې قواوې افغانستان ته ولیږلې. په څو میاشتو کې القاعده گډه وډه او تیت او پرک کړل شوه او ډیر فعالین یې ووژل شول. طالبان له واک نه وغورځول شول. په یوه داسې ملک کې امیدواري راپیدا شوه چې د څو لسیزو راهیسې پکې وېره حاکمه وه. د ملگرو ملتونو په مشرئ په یوه کنفرانس کې د جمهور رئیس کرزي تر قیادت لاندې عبوري حکومت جوړ شو. او د امنیت سره مرستندویه نړیواله قوه جوړه شوه چې په دغه جنگ ځپلي ملک کې دوامداره سوله تامین کړي.

بیا د 2003م کال په پیل کې، دا تصمیم ونیول شو چې یو بل جنگ په عراق کې پیل شي. هغه سختې او شدیدې خبرې او مناظرې چې ددغې جگړې په اړه شوي دي، ټولو ته معلومې دي او ددې ضرورت نشته چې دلته اوس بیا تکرار کړل شي. یوازې همدومره ویل بس دی چې د عراق جگړې آینده شپږ کلونه زموږ د قواوو یوه عمده برخه، زموږ منابع، دیپلوماسي او ملي توجه استعمال کړل. او په عراق کې د جگړې تصمیم د امریکا او د نړۍ د ډیرې برخې تر منځ د درځ سبب شو.

نن، د خورا لوی قیمت له پرې کولو وروسته، موږ د عراق جنگ یوه مسئولانه پای ته رسوو. تر آینده دوبي پورې به خپل محاربې جبهې له هغه ملک نه وباسو او د 2011م کال تر پایه پورې به زموږ ټول عسکر له عراق نه ووځي. زموږ دا اقدامات زموږ د عسکرو د لوړې روحیې نښه ده. د دوی د شجاعت او په تصمیم کې له قاطعیت نه مننه کوم. موږ عراقیانو ته ددې موقع ورکړې چې خپل آینده پخپله وټاکي او موږ په بریالیتوب سره عراق د هغه ملک خلکو ته پریږدو.

خو په عراق کې ډیرو سختو هدفونو ته د رسیدو سره په یوه وخت کې، په افغانستان کې وضعه خرابه شوې ده.

د القاعده رهبري په 2001 او 2002م کلونو کې له سرحد نه د پاکستان خوا ته واوښته او هلته یې سنگرونه جوړ کړل. که څه هم په افغانستان کې افغانانو یو مشروع حکومت وټاکه خو د اداري فساد د تورونو، د نشيي موادو د کاروبار، کمزوري اقتصاد او ناکافي امنیتي قواوو له املهد نوي حکومت مشروعیت ته صدمه ورسیدله.

په تیرو څو کلونو کې، طالبانو له القاعدې سره مشترکات پیدا کړل دا چې دوی دواړه غواړي چې د افغانستان حکومت رانسکور کړي. طالبانو د افغانستان د ځینو برخو کنترول تر لاسه کړی، او بلې خوا ته د پاکستان د خلکو په خلاف په ښکاره تخریبي تروریستي فعالیتونو کې لاس لري.

په دغه موده کې، په افغانستان کې زموږ د قواوو اندازه په عراق کې زموږ د عسکرو د اندازې نه ډیره کمه وه. کله چې زه واک ته ورسیدم، هغه وخت موږ په افغانستان کې یوازې 32 زره عسکر لرل په داسې حال کې چې په عراق کې 160 زره عسکر موجود وو. په افغانستان کې قومندانانو په تکرار سره د طالبانو د بیا راپورته کیدو په خلاف د مبارزې لپاره د ملاتړ غوښتنه کوله، خو د ملاتړ لپاره قوه ور ونه لیږل شوه. له همدې امله، واک ته له رسیدو وروسته ما د نورو عسکرو د لیږلو پیشنهاد منظور کړ چې له ډیر وخت راهیسې یې انتظار کیده. له خپلو متحدینو سره له سلا مشورې وروسته ما یوه ستراتیژي اعلان کړه او په دغه ستراتیژئ کې وښودل شوه چې په افغانستان کې زموږ د نظامي مبارزې او په پاکستان کې سخت دریځو د سنگرونو تر منځ اساسي ربط موجود دی. ما یو هدف مشخص کړ، هغه واضح هدف دا وو چې باید القاعده او د هغوی سخت دریځي ملاتړ کوونکي وځپل شي، تیت او پرک کړل شي او ماتې ورکول شي او ما ژمنه وکړه چې خپل ملکي او نظامي هلې ځلې به هماهنگ کوو.

له هغه راوروسته، په ځینو مهمو برخو کې موږ پرمختگونه کړي دي. د القاعده او طالبانو عالي رتبه مشران وژل شوي او د القاعدې پر شبکې باندې مو په نړیواله سطحه فشارونه زیات کړي دي. په پاکستان کې ددغه ملک پوځ په تیرو ډیرو کلونو کې تر ټولو غټ عملیات پیل کړي دي. په افغانستان کې موږ او زموږ متحدین وتوانیدو طالبان پرې نږدو چې د جمهوري ریاست د انتخاباتو مخنیوی وکړي. که څه هم د جعلکاریو له امله دغه انتخابات بې نظمه شول خو بیا هم د همدغو انتخاباتو په نتیجه کې داسې یو حکومت جوړ شو چې د افغانستان د اساسي قانون او نورو قوانینو سره مطابقت لري.

خو تر اوسه مهم مشکلات پر ځای پاتې دي. افغانستان له لاسه نه دی وتلی. خو د تیرو څو کلونو راهیسې دغه ملک په شا روان دی. په دغه ملک کې د حکومت د سقوط جدي خطر نه دی متوجه. خو طالبان پیاوړي شوي دي. القاعده اوس په افغانستان کې هغه ډول چې د سپتمبر د 11مې مخکې یې نفوذ درلود، اوس یې نلري خو د سرحد په اوږو کې یې خوندي ځایونه جوړ کړي دي. زموږ قواوې کافي امکانات نه لري چې په سمه توگه د افغانستان د ملي قواوو روزنه او همکاري وکړي او په سمه توگه د ملک د خلکو امنیت وساتي. په افغانستان کې زموږ نوي قومندان، جنرال مکریسټل په خپل رپوټ کې ویلي چې امنیتي وضعه د توقع بر خلاف ډیره خرابه ده.

تاسو ځوان عسکر په دغه خطر ناک وخت کې خدمت ته حاضر شوئ. ستاسو له جملې نه ځینو په افغانستان کې جگړه کړې ده. ډیر به دغه ملک ته ولیږل شي. ستاسو د اعلی قومندان په توگه ما د یوه داسې هدف لپاره تعهد کړی چې ډیر واضح دی او ستاسو په خدمت ارزي.

له همدې امله کله چې د افغانستان انتخابات پای ته ورسیدل ما ددغه ملک لپاره پر خپلې ستراتیژي د له سره غور کول امر وکړ. اجازه راکړئ چې دا خبره واضح کړم: داسې کوم پلان زما نه مخکېنه وو چېله 2010م کال مخکې یې د عسکرو غوښتنه کړې وي. ځکه نو د جگړې د پر مخ بیولو لپاره د منابعو کې مخنوی او یا تاخیر نه دی راغلی. ددې پر ځای پر ستراتیژئ له سره غور ما ته ددې موقع راکړه چې تر ټولو سختې پوښتنې وکړم او د خپل حکومت د امنیتي چارواکو، په افغانستان کې له خپلو ملکي او نظامي مشرانو او له متحدو ملکونو سره پر ټولو بیلا بیلو لارو چارو خبرې وکړم.

پر ستراتیژئ باندې غور کول اوس پای ته رسیدلي. او د اعلی قومندان په توگه ما تصمیم نیولی چې دا زموږ په مهمو ملي منافعو پورې اړه لري چې افغانستان ته 30 زره اضافي عسکر ولیږو. له 18 میاشتو وروسته به زموږ د عسکرو خپل ملک ته راستنیدل پیل شي. دا هغه منابع دی چې موږ ورته د ابتکار د ممکنولو لپاره ضرورت لرو. په عین وخت کې د افغانستان د خپلو ظرفیتونو تقویه کول موږ ته ددې زمینه برابروي چې زموږ عسکر په مسئولانه توگه له هغه ملک نه ووځي.

زه دا تصمیم سطحي نه نیسم. ما په عراق کې له دې آمله د جگړې مخالفت وکړ چې زه په دې باور یم چې موږ باید د نظامي قوې په استعمالولو کې له نرمۍ نه کار واخلو او تل د خپلو اعمالو اوږد مهاله نتایجو ته متوجه و اوسو.

دا دی اته کاله کیږي چې موږ په جگړه کې یو. ددې قیمت هم په مالي او هم بشري لحاظ ډیر لوړ تمام شوی دی. د عراق او تروریزم په اړه د څو کلونو بحثونو د ملي امنیت په اړه زموږ اتحاد زیانمن کړی، مختلفې ډلې او اړخونه یې راپیدا کړي دي.

په ملک کې د یوه سخت اقتصادي بحران د پیدا کیدو له آمله، د امریکا خلک اوس ډیر په دې اړه فکر کوی چې خپل اقتصاد ورغوي او خپل خلک په کور داخل په کارونو وگماري.

له دې هر څه وړاندې، دغه تصمیم تاسو ته ضرورت لري. داسې یو پوځ او د پوځیانو کورنۍ چې له وړاندې ورباندې ډیر درانه بارونه اچول شوي دي. د جمهور رئیس په توگه ما د هر هغه عسکر کور ته د غمرازی خط لیږلی چې په دغو جگړو کې یې ژوند بایللی دی. ما د هغو والدینو او میړه او یا ښځو رالیږلی لیکونه پخپله لوستي چې ماشومانو، میرمني او یا میړونه یې جنگ ته استول شوي دي. ما په والټر ریډ کې خپل زړور زخمي عسکر لیدلي دي. زه ډوور ته ولاړم چې د هغو 18 امریکايي عسکرو جنازې ووینم چې د خپلې وروستۍ آرامگاه لپاره هیواد ته راوړل شوې. زه د جنگ په لگښتونو خبر یم. که له ما سره د امریکا او د امریکا د خلکو د امنیت غم نه وای نو په ډیرې خوشالئ به مې امر کړی وای چې ټول عسکر دې همدا لنډ سبا بیرته هیواد ته راستانه شي.

زه دغه پریکړه چې په افغانستان کې به زمونږ نظامیان پاته کېږي، په سطحي ډول نه کوم بلکې زه په دې ډاډه یم چې زمونږ امنیت د افغانستان او ګاونډي هیواد پاکستان په امنیت پوري اړه لري. په دغو ملکونو کې د القاعده ترهګرو له خوا افراطیت او تشدد تحمیل کېږي. د همدغو سیمو نه د سپتمبر پر یوولسمې نېټې پر مونږ باندې بریدونه وشول او د همدغه سیمو څخه دا اوس چې زه تاسو ته خبرې کوم، نوي تروریستي دسیسې پلانېږي. دا عادي خطر او خیالي ګواښ نه دی بلکې د تیرو څو میاشتو په اوږدو کې مونږ په خپلو سرحدونو کې داسي خلګ نیولي دي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ د سرحدي سیمو څخه دلته رااستول شوي ووچې نوي ترهګرېز فعالیتونو ترسره کړي. که چیري یادشوې سیمه بیرته د القاعده ترهګرو لاس ته ولوېږي او القاعده د دې توان پیدا کړي چې په آزادۍ او پرته له سزا نهپه سیمه کې فعالیت وکړي نو دا خطره به لا زیاته او پراخه سي. مونږ باېد پر القاعده باندې خپل فشار ته ادامه ورکړو او د دې کار د کولو دپاره مونږ ته پکار ده چې په سیمه کې د خپلو متحدینو ثبات او ظرفیت ډیر کړو.

یو مسله باید واضیح سي او هغه دا چې دا کار یواځي زمونږ مسولیت نه بلکې د ټولو مسولیت دی ځکه د سپتمبر د یوولسمې نېټې د تروریستي پېښو وروسته په لندن، امان او بالي کې د تروریستي حملو سرچېنې د القاعده ترهګرو د ځالو نه اخیستل شوي وې.د افغانستان او پاکستان خلګ دواړه په خطر کې دي، او په پاکستان کې د اټمي وسلو شتون دا ګواښ لازیات پراخ کړی دی ځکه القاعده ترهګر او نورې افراطي ډلې په دې لټه کې دي چې اټمي وسلې ترلاسه کړي او د دې خبرې څخه هیڅوک سترګي نشي پټولای چې دوی به ددغو خطرناکه وسلو نه کار وانخلي.

دا کار مونږ و دې ته مجبوره کوي چې د خپلو ملګرو او متحدینو سره په ګده کار وکړو او په لازمو اقداماتو باندې لاس پوري کړو. زمونږ هدف اوس هم هماغه مخکي ذکر شوی هدف دی هغه دا چې مونږ غواړو په پاکستان او افغانستان کې د القاعده ترهګرو مخه ونیسو، هغوی ماته ورکړو او له مینځه یې یوسو ، ترڅو د ترهګرو مخه ونیول شي چې په راتلونکې کې په آمریکا او متحدینو باندې تروریستي حملې ونکړي.

د دې لپاره چې دغه هدف پرځای کړو مونږ به هڅه وکړو چېپه افغانستان کې لاندې اهداف لاسته راوړو.

لومړۍ: باید هڅه وکړو چې القاعده دې ته پرې نږدو چې خپلې ځالې جوړې کړي. مونږ باېد د طالبانو قوه کمزورې کړو او د دې مخه ونیسو چې طالبان د دې وړتیا پیدا نکړي چې د افغانستان حکومت رانسکور کړي او بالآخره مونږ باېد د افغانستان ملي امنیتي ځواکونو وروزو او قابلیت یې غېښتلی کړو ترڅو دوی د افغانستان د آینده لپاره د چارو مشري په غاړه واخلي.

مونږ به خپل اهداف د درو لارو نه لاسته راوړو، لومړۍ مونږ به د راتلونکو ۱۸میاشتو په اوږدو کې خپله نظامي تګلاره تعقیبوو چې د طالبانو قوت له مینځه یوسو او د افغانستان د حکومت ظرفیت پیاوړی کړو.

یادشوي ۳۰زره نوي آمریکايي عسکر چې زه یې نن ماښام اعلان کوم د ۲۰۱۰کال په لومړۍ ربع کې به ټول په افغانستان کې ځای پر ځای شي چې دا مهال وېش تر ټول چټک مهال وېش دی. په دې سره به یادشوي قواووې یاغیان په نښه کړي او با د خلګو نه ډکې سیمې به خوندي کړي. د دې برسېره یادشوي قواوې به هڅه وکړي ترڅو د افغانستان ملي امنیتي قواووې وروزي چې په دې سره بهافغان ځواکونه په دغه جګړه کې راښکېلې شي او د دې لاره به هواره شي چې د امریکا متحده ایالات مسولیت کرار کرار و افغانانو ته وروسپاري.

په دې خاطر چې زمونږ مبارزه یو نړېواله مبارزه ده نو ما د ملګرو هیوادونو څخه وغوښتل چې په دې لړ کې ګد تعهد ولرو. د متحدینو څخه ځینو یې افغانستان ته د نورو قواوو دلېږلو پرېکړه کړې او ځنیې نور به یې په راتلونکو ورځو او اونیو کې دغه کار وکړي. زمونږ متحدینو زمونږ ترڅنګ په افغانستان کې جګړه کړېده، وېنې یې توی کړي دي او خپل ژوندونه یې د لاسه ورکړي دي.اوس د دې وخت رارسېدلی چې مونږ ټول لاس سره یو کړو او دغه جګړه په بریالیتوب سره پای ته ورسوو.اوس یواځي د ناټو اعتیبار مطرح نه دی بلکې زمونږ د متحدینو او د ټولې نړۍ امنیت د ګواښ سره مخامخ دی.

په مجموع کې دغه اضافي آمریکايي او نړیوالې قواووې به مونږ ته د دې لاره هواره کړي چې افغانږ قواوو ته د مسولیت سپارنې لړۍ چټکه کړو او په دې سره به مونږ د ۲۰۱۱کال د جولای د میاشتې د پیل څخه د افغانستان نه د خپلو قواوو د کمولو بهیر پیل کړو. لکه څنګه چې مونږ دغه کار په عراق کې وکړ په افغانستان کې به یې هم ټولو اړخونو ته په کتوپه مسولانه ډول ترسره کړو. په عین حال کې مونږ به خپلو هلو ځلو ته ادامه ورکړو چې د افغانستان ملي امنیتي قواوې وروزو ترڅو په اوږمهاله کې دوی د نړیوالو قواوو ځای ونیسي. خو د افغانستان د حکومت او تر ټولو مهمه د افغانستان د خلګو دپاره باید یوه مسله واضیح شي هغه دا چې په اوږمهاله کې به دوی په خپله د خپل ملک مسولین وي.

دویم:

مونږ به د خپلو متحدینو، د ملګرو ملتونو او د افغانستان د خلګو سره په ګډه د یوې موثرې ملکي تګلارې پر لور کار وکړو چې په لړ کې به یې حکومت د پرمختللي امنیت نه ګټه پورته کړي. ددغې هڅې قضاوت باید د فعالیت پر بنا وشي. هغه ورځې اوس پای ته ورسېدې چې سپین چکونه به د آمریکا له خوا لاس لیکېدل. د جمهور ریٌس کرزي د لوړې د مراسمو وینا واضیح پیغام وکړ چې د یوه نوي جهت پر وړاندې به حرکت کوو. د پرمختلو په درشل کې به د مرستو ترڅنګ د هغو ملکونو څخه خپل توقعات هم واضیح کړو د چا سره چې مونږ مرستې کوو. مونږ به د افغانستان د وزیرتخانو، والیانو او محلي مشرانو نه چېد اداري فساد پرضد مبارزه کوي او خلګو ته خدمت کوي، ملاتړ وکړو. همداشانمونږ تمه لرو چې هغه نا وړه کسان چې په اداري فساد ککړ دي، مسول وګڼل شي او ورسره حسابو کتاب وشي. دغه راز مونږ به خپلې مرستې پر نورو برخو هممتمرکزې کړو لکه د زراعت څانګه چې کولای شي د افغانستان د خلګو پر ژوندانه سملاسي مثبت تاثیر وکړي.

د افغانستان خلګو د څو لسیزو تشدد ځغملی دی. دوی د پخواني شروي اتحاد اشغال او بهرني القاعده ترهګرو چې د افغانستان د خاورې څخه یې د خپلو مقاصد لپاره کار اخیستی و، ځپلي دي. نو نن ماښام زه غواړم د افغانستان خلګ په یوې مسلې باندې پوه شي هغه دا چې آمریکا غواړي په افغانستان کې د جنګ او بدبختۍ لړۍ پای ته ورسوي. مونږ ستاسو د ملک د اشغال لپاره نه یو راغلي نه ستاسو په ملک کې کومې ګټې لرو.

مونږ به د افغانستان د حکومت د لارې د هغو طالبانو لپاره لارې خلاصې کړو چې له تشدد نه لاس واخلي او د خپلو وطنوالو بشري حقوقو ته احترام وکړي.همدا شان مونږ به د افغانستان د حکومت سره یو داسي ملګرتیا تعقیب کړو چې په ترڅ کې به یې بالمقابل احترام موجود وي ، مونږ به هغه خلګ له افغانستان څخه لېري کړو چې د افغانستان تباهي غواړي او هغه خلګ به غېښتلي کړو چې غواړي افغانستان جوړ کړي. دغه راز مونږ به یوداسي ورځ رامینځ ته کړو چې کرار کرار زمونږ د قواوو لپاره د دې زمینه مساعده شي چې د افغانستان څخه راووځي، مونږ به د یو داسي ملګرتیا د رامینځ ته کولو لپاره هلې ځلې وکړو چې تل پاتې وي او په ترځ کې یې آمریکا د افغانستان ملګری هیواد وي نه مرسته کونکی.

دریم: مونږ به په ډیر دقت سره دا درک کړو چېپه افغانستان کې زمونږ بریالیتوب د پاکستان سره زمونږ په ملګرتیا پوري اړه لري.

مونږ ځکه په افغانستان کې حضور لرو چې د سرطان د یوځل بیا د خپرېدو نه مخنیوی وکړو. همدغه سرطان د پاکستان په سرحدي سیمو کې هم رېښې جوړې کړي دي. په همدغه دلیل مونږ یوداسي تګلارې ته ضرورت لرو چې د سرحد په دواړو خواوو کې کار ورکړي.

پخوا، په پاکستان کې ځېنو دا ادعا کوله چې د افراطیت پرضد جګړه د دوی جګړه نه ده او دا چې دوی د افراطیت پرضد لږ هلې ځلې نه کوي دوی به دا هم ردولچې افراطیانو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړی چې تشدد او تاوترخوالي ته لمن ووهي. خو په دې ورستیو کلونو کې کله چې د کراچۍ نه نیولې تر اسلام آباده پوري د افراطیانو د تشدد له لاسه ملکي خلګ ووژل شول او ورته زیان ورسېده، دا په ډاګه شوه چې په پاکستان کې د افراطیانو شتون په لومړي پړاو کې د پاکستانیانو ژوند د خطر سره مخامخوي نو په دې سره د عامه خلګو نظر بدل شو. د پاکستان پوځ د سوات او جنوبي وزیرستان په سیمو کې د یاغیانو پرضد عملیات پیل کړل. په دې کې هیڅ شک نسته چې د آمریکا متحده ایالات او پاکستان د یوه مشترک دښمن سره مخامخ دي.

پخوا به مونږ تل د پاکستان سره خپل ملګرتیا سطحې او د لږې اندازه بلله. هغه وختونه اوس تیر شول. اوس چې مونږ مخ پر وړاندې ځو د پاکستان سره یو داسي ملګرتیا ته ژمن یو چې د بالقابل احترام، ګډو ګټو او ګډ اعتماد پر بنا وي. مونږ به د پاکستان وړتیا لوړه کړو ترڅو هغه ډلې په نښه کړي چې زمونږ د دواړو ملکونو امنیت ته ګواښ دي. مونږ دا خبره په واضیح ډول بیان کړی ده چې مونږ دا نشو ځغملای چې تروریستان معلومداره ځالې ولري او اهداف یې ټولو ته ښکاره دي.

آمریکا دغه راز د پاکستان سره د دیموکراسۍ او پراختیا په برخو کې د پام وړ مرستې کوي.مونږ تر ټولو غټ نړیوال مرستندویه هیواد یو چې د پاکستان د بېځایه شویو کورنیو سره مرسته کوو، هغه کورنۍ چې د جګړې له کبله د خپلو کورونو نه بېځایه شوي دي. او څنګه چې مونږ پر مخ ځود پاکستان خلګ باېد په دې پوه شي چې آمریکا به د پاکستان د امنیت او ثبات اوږمهاله طرفداره وي او تر هغه پوري به دغه ملاتړ ته ادامه ورکوي ترڅو چې د پاکستان خلګو په دې وتوانېږي چې خپل قوت په کار واچوي.

دا زمونږ د تګلارې درې مهمې هستې دي: یوه نظامي تګلاره چې د واک د انتقال لپاره لاره هواره کړي، ملکي مرستې چې مثبت اقدامونه تقویت کړي او وروستی دا چې پاکستان سره موثر همکاري او ملګرتیا ته وده ورکړل شي.

زه دا درک کوم چې زمونږ د تګلارې په اړه یو لړ اندېښنې هم موجودې دي. اجازه راکړیْ چې یو څو غټې ادعاګانې چې ما اوریدلي دي او چې زه په جدي سترګه ورته ګورم تاسو ته بیان کړم.

لومړۍ : داسي ډلې شته چې وايي افغانستان دویم ویتنام دی، دوی ادعا کوي چې دغه ملک نشي باثباته کېدای او مونږ ته په کار ده چې خپل تلفات راکم کړو او ددغه ملک نه راووځو. دا ادعا تاریخ ته د غلط اړخ نه د کتلو پر بنا کېږي. د ویتنام برعکس د افغانستان په ماموریت کې زمونږ سره ۴۳ملکونه ملګري دي چې زمونږ اقدام ته مشروعیت وربحښي، د ویتام برعکس په افغانستان کې مونږ د یوې پراخې یاغي ګرۍ سره لاس او ګریوان نه یوو. او د ویتنام برعکس د آمریکا پرخلګو د افغانستان څخه برید وشو او ددغه ملک د سرحدي سیمو څخه چیري چې افراطي یاغیانو ځالې جوړي کړي دي اوس هم د آمریکا خلګو ته خطر متوجې دی. که چیري مونږ اوس ددغې سیمې نه ووځو او د لېري څخه د القاعده ترهګرو پرضد هڅې وکړو نو دا به په جدي توګه زمونږ پر توان باندې چې پر القاعده ترهګرو باندې فشار وارد کړو، تاثیر وکړي او داسې نه مننونکې فضا به رامینځ ته کړي چې په نتیجه کې به یې زمونږ او د متحدینو ملکونه د نورو حملو د ګواښ سره مخامخ شي.

دویم: داسي ډلې هم شته چې وايي مونږ نشو کولای افغانستان پر اوسني حالاتو باندې پرېږدو او د دې وړاندیز کوي چې د موجودو قواوو په مرسته باېد مونږ په دغه ملک کې پرمخ ولاړ شو او نورو قواوو ته ضرورت نشته. خو دا کار به اوسني ګډوډ شراېط پر خپل حال باندې حاکم وساتي او کرار کرار به وضع په افغانستان کې مخ پر خرابېدو روانه شي چې په نتیجه کې به یې د افغانستان ماموریت مونږ ته د یوه اړخ نه په مالي لحاظ ډیر ګران پرېوزي او د بله اړخه به په افغانستان کې زمونږ ماموریت اوږد شي. دغه راز مونږ به په دې ډول هیڅ کله په دې ونه توانېږي چې د افغانستان ملي امنیتي قواوو ته د روزنې ضروري زمینه مساعده کړو او په آخرین تحلیل کې په دې به ونه توانېږي چې افغانې قواووې په دې قادرې کړو چې د چارو مسولیت په غاړه واخلي.

دریمه او وروستۍ ډله یو شمیر هغه خلک دي چې د افغانستان امنیتي قواوو ته د امنیت ساتنې د مسولیت د سپارلو په خاطر د یوه مهال ویش د ټاکنې سره مخالفت لري. او ځینې بیا وایي چې مونږ باید په افغانستان کې د یوه نامعلوم وخت لپاره جګړه وکړواو خپلې هڅې لا پسې غښتلې کړو.

زه دا په کلکه ردوم ځکه چې دا کار زمونږ لپاره داسې هدفونه ټاکي چې مونږ یې په یوه مناسب لګښت نشو تر لاسه کولی او بله دا چې دا کار د هغه څه نه لوړ دی چې مونږ یې خپلې ملي ګټې بولو. او همدارنګه که چیرته په افغانستان کې د امنیتي چارو د مسولیت د سپارلو په خاطر مونږ یو مهال ویش ونه ټاکو نو په حقیقت کې مونږ هغه څه د پامه غورځوو چې باید د افغانستان د حکومت سره په ګډه کار وکړو. د افغانستان حکومت ته باید دا په ډاګه شي چې په راتلونکې کې افغانان باید د خپل هیواد امنیت پخپلو مټو وساتي او باید دا هم ورته واضح شي چې امریکا دا هیله نلري چې په هغه هیواد کې یوې داسې جګړې ته ادامه ورکړي چې پای یې معلوم نه وي.

د جمهور رییس په صفت زه داسې هدفونه ردوم چې زمونږ د مسولیت نه وتلې وي او زمونږ د وسې پوره نه وي. او یا هم زمونږ د ملي ګټو نه پورته وي. او بله دا چې زه باید یوازې یوه موضوع نه بلکې ټولې هغه ستونزې په پام کې ونیسم چې د امریکا خلک ورسره لاس او ګریوان دي. پدې ځای کې ماته د امریکا د څلوردیرشم جمهور رییس ښاغلي ایزان هاور خبره رایاده شوه چې د امریکا د ملي ګټو په اړه یې کړې وه. هغه ویلي و چې په هر وړاندیز باندې باید په پراخه توګه غور وشي او د ملي پروګرامونو تر منځ باید موازینه وساتل شي.

په تیرو څو کالونو کې مونږ دغه موازینه له پامه غورځولې وه او پدې نه و توانیدلي چې د ملي اقتصاد او ملي ګټو تر منځ د اهمیت توپیر وکړو. د اقتصادي بحران له کبله همدا اوس زمونږ زیات شمیر ملګرو او ګاونډیانو خپل کارونه له لاسه ورکړیدي او د خپلو بلونو ورکړې ته اندیښمن دي. او ګڼ شمیر امریکایان بیا د خپلو بچیانو راتلونکې یو څه پریشانه کړیدي. همدارنګه د اقتصاد په نړۍ کېهم سیالیو یو څه ستونزې راپیدا کړیدي. نو پدې خاطر مونږ نشو کولی چې د دغې جګړې د لګښت په موضوع باندې سترګې پټې کړو.

کله چې ما د امریکا د جمهور رییس په صفت د واک چارې په لاس کې واخیستې نو د افغانستان او عراق د جګړې لګښت یو تریلیون ( زر میلیارده) امریکایي ډالر و. خو زه ژمنه کوم چې تر دې وروسته به دغه لګښتونه په ريښتني او آزاد ډول په پام کې نیسم. د افغانستان په جګړه کې زمونو د نظامي قواوو لګښت ښایي سږ کال شاخواو 30 میلیارده امریکایي ډالرو ته ورسیږي. او زه به د امریکا د کانګرس سره پده اړه د نږدې نه کار وکړم چې د بودیجې د کسر په راټیټولو کې دې دغې موضوع ته پام وکړي.

کله چې مونږ په عراق کې جګړه پای ته رسوو او په افغانستان کې د امنیت مسولیت د هغه هیواد امنیتي قواوو ته سپارو، په عین وخت کې مونږ باید په امریکا کې دننه هم خپل توانایي او قدرت غښتلی او له سره ورغوو. زمونږ دهیواد نیکمرغي زمونږ د قدرت او توانایۍ اساس ده او له همدې لارې مونږ د خپلو نظامي قواوو سره مرسته کولی شو. دا کار زمونږ د ديپلوماسۍ سره مالي مرسته کوي او زمونږ د ولس هڅې غښتلې کوې او همدارنګه په صنعتي چارو کې پانګې اچونې ته شرایط برابروي. دا کار به همدارنګه زمونږ لپاره د دې زمینه مساعده کړي چې په روانه پیړۍ کې هم د تیرې پیړۍ په شان د نړۍ د هیوادونو سره په بري سره سیالي وکړو. همدا وجه ده چې زه پدې ټینګار کوم چې په افغانستان کې به زمونږ د عسکرو ماموریت او شتون داسې نه وي چې پای یې معلوم نه وي، ځکه هغه هیواد چې زه تر ټولو ورسره زیاته لیوالتیا لرم چې جوړ یې کړم هغه زمونږ خپل هیواد دی.

باید په واضح ډول درته ووایم چې دا کارونه آسانه ندي، د تندلارو او یاغیانو په وړاندې جګړه به زر پای ته ونه رسیږي او دا به د افغانستان او پاکستان پورې هم محدوده پاتې نشي. دا به په نړۍ کې زمونږ د مشرتابه او خپلواکې ټولنې لپاره یو تلپاتی آزمایښت وي. او همدارنګه د نړۍ د سترو قدرت لرونکو هیوادونو تر منځ د شخړو بر عکس چې په شلمه پیړۍ کې وشولې او هغوی یې سره جلا کړي و ، زمونږ هڅې به د نړۍ په بیلابیلو سیمو کې پدې اړه وي چې خپل دښمنان له منځه یوسو او خواره واره یې کړو.

نو په پای کې امریکا باید زمونږ قدرت او توانایي نړۍ ته داسې وښیي چې مونږ په نړۍ کې جګړې پای ته رسوو او د شخړو مخه نیسو.

مونږ همدارنګه د خپل نظامي قدرت د استعال په اړه هم باید خورا ځیرک او دقیق اوسو. او که چیرته د القاعده تروریستي شبکه په یمن یا سومالیا او د نړۍ په کوم بل ګوډ کې هڅه وکړي چې د ځان لپاره د پټیدو خوندي ځای پیدا کړي او اډې جوړې کړي نو په ګډه باید ورسره په ټینګه مجادله وشي او فشار پرې واچول شي.

مونږ نشو کولی چې هر څه نظامي قدرت ته پریږدو ، مونږ باید د کورني امنیت په هڅو کې هم زیات کار وکړو. ځکه چې مونږ دا نشو کولې چې ټول تندلاري اوافراطيان د هیواد نه بهر ونیسو او یا یې ووژنو. مونږ باید خپلې استخباراتي هڅې نورې هم پراخه او په ښه شکل سره هم غږې کړو. او پدې سره به مونږ د ټولو ناڅرګندو او ناپیژندل شویو شبکو نه یو ګام وړاندې اوسو.

مونږ باید همدارنګه هڅه وکړو چې د ډله ایزې وژنۍ وسایل له منځه یوسو، په همدې وجې ما دا کار د خپلې بهرنۍ پالیسۍ مرکزي او اصلي ټکی ګرځولی چې د اتومي وسلو هغه مواد خوندي کړو چې د ترهګرو ډلې یې په آسانۍ تر لاسه کولی شي. د اتومي وسلو د خپریدو مخه باید ونیسو او د اتومي وسلو نه د پاکې نړۍ د هدف په خاطر باید هڅې وکړو. د نړۍ ټول هیوادونه باید پدې پوه شي چې ریښتینی امنیت او خوندیتوب د تباه کوونکووسلو پر سر د نه ختمیدونکو سیالیو له لارې نشي راتلی مګر د ریښتیني امنیت نه هغه هیوادونه برخمن کیدی شي چې د دا شان وسلو لرل او خپریدل ردوي.

مونږ باید د دیپلوماسۍ نه کار واخلو ځکه چې د نړۍهیڅ یو هیواد دا نشي کولی چې د ګډې نړۍ ستونزې په یوازې ځان حل کړي. ما په روان میلادي کال کې تر ډیره پدې کار وکړ چې د نړۍ سره خپلې اړیکې جوړې کړم او د خپلو متحدینو سره خپلې اړېکې نوې کړم. مونږ پدې هم وتوانیدو چې د امریکا او د نړۍ د مسلمانو هیوادنو او مسلمانانو تر منځ د اړیکو یو نوی پړاو پیل کړو. او هغه مشترکې اړیکې دا دی چې مونږ دواړه دا هیله لرو چې د شخړو لړۍ وشلوو. پدې اړیکو مونږ دا ژمنه وکړه چې هر هغه څوک چې بیګناه خلک وژني د هغو کسانو نه بیل دي چې په نړۍ کې د سولې ، نیکمرغۍ او هوساینۍ لپاره هلې ځلې کوي.

په پای کې مونږ باید د خپلو ارزښتونو په قوت باندې وویاړو، زمونږ په وړاندې پرتې ستونزې شاید یو څه بدلې شوې وي خو زمونږ ارزښتونه چې مونږ پرې کلکه عقیده لرو باید ثابت پاتې شي.

مونږ باید پخپل هیواد کې دننه خپلو ارزښتونو ته وده ورکړو. همدا وجه وه چې ما شکنجه کول منع کړل او د ګوانتانامو زاندان به د خپلې ژمنې سره سم وتړم. مونږ دا هم باید په واضح توګه ووایو چې د امریکا متحده ایالات به په ټوله نړۍ کېد ټولو هغو ښځو، نارینه و او ماشومانو د بشري حقونو د غوښتنې په استازیتوب خپل غږ راپورته کړي چې د ظلم او استبداد د تورو تیارو لاندې ژوند کوي. او باید ووایو چې امریکا د نړۍ د ټولو ولسونو لپاره د خپلواکۍ رڼا، عدالت او انصاف، فرصتونو ، درناوی او عزت غوښتونکې ده. دا زمونږ د هویت او نیت څرګندوینه کوي.

د امریکا د دوه دیرشم جمهور رییس فرانکلن روزې ویلت د واکمنې نه راپدیخوا او زمونږ د نیکونو د خدمت او قربانۍ له کبله زمونږ هیواد په نړیوالو مسایلو کې د نړۍ پیټی تر ډیره پر مخ وړی دی. د امریکا خلکو د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې خپلې وینې تویې کړیدي. مونږ د خپلو ملي ګټو پر مټ د نړۍ د هیوادونو سره مرسته کړیده تر څو خپل اقتصاد پیاوړی کړي او د خاورو نه راپورته شي. امریکا د نړۍ د نورو هیوادونو سره یو ځای د نړۍ د یو شمیر ادارو په جوړښت او پراختیا کې یو ځاې دریدلې ده ، چې پدغو ادارو کې ملګري ملتونه، نړیوال بانک او د ناټو تړون شامل دي. دا ادارې د ټولو انسانانو لپاره د امنیت او نیکمرغۍ په خاطر هڅې کوي.

زمونږ د دغو هڅو په خاطر مونږ تل ستایل شوي نه یو او په ځینو ځایونو کې مو سهوې هم کړیدي. خو د نورو هیوادونو په پرتله د امریکا متحده ایالاتو د شپږو لسیزو په دوران کې د نړۍ د خوندیتوب سره مرسته کړیده. د امریکا د هڅو له برکته د ټولو ستونزو سره سره ، په نړۍ کې دیوالونه نړول شویدي، مارکیټونه بیرته پرانیستل شول، په میلیاردو خلک د غربت او ناچارۍ نه راپورته شول، د ساینس په ډګر کې بې سارې پرمختګونه وشول، او د انسانانو د خپلوکۍ او آزادۍ لپاره پولې پراخه شولې.

د نړۍ د پخوانیو ځواکمنو هیوادنو برخلاف مونږ دا ندي غوښتلي چې په نړۍ باندې دې واکمني وکړو. زمونږ ټولنه د ظلم په وړاندې دمقاومت په نتیجه کې منځته راغلې ده.مونږ دا نیت نلرو چې د نړې کوم بل هیواد اشغال کړو. مونږ به هیڅکله د نورو هیوادو د منابعو دعوه ونکړو او یا به په هغو هیوادونو باندې حمله وکړو چې مذهب او نژاد یې زمونږ سره توپیر ولري. مونږ تل د دې لپاره جګړه کړېده او جګړه کوو چې زمونږ ماشومان او لمسیان یو ښه راتلونکې ولري او مونږ پدې باور لرو چې زمونږ د ماشومانو روښانه او ښه راتلونکې پدې کې ده چې په نړۍ کې نور ماشومان هوسا ، آرامهاو نیکمرغه ژوند ولري.

د یوه ملک په صفت اوس مونږ په هغه اندازه معصوم او ځوان هیواد نه یو لکه څرنګه چې د جمهور رییس روز ویلت په وخت کې و. خو بیا هم د خپلواکې د هلو ځلو په هڅو کې د خپلو نیکونو په لار روان یو. مونږ باید اوس خپل ټول قوت او اخلاقي هڅې سره راټولې کړو تر څو د اوسني عصر ستونزو ته ځواب ووایو.

په پاې کې باید ووایم چې زمونږ د هیواد امنیت او رهبریت زمونږ د وسلو د قوت او توانایي له امله ندی ، بلکه دا زمونږ د ولس د هلو ځلو نه راپیدا کیږي. دا به زمونږ د کارګرو او کمپنیو له برکته وي چې زمونږ د هیواد اقتصاد به ورغوي او پخپلو پښو به یې ودروي. دا به دهیواد د تحقیق کوونکو او سوداګرو له برکته وي چې د نوو صنایعو د جوړلو لپاره به زیار وباسي، دا به د ښوونکو له برکته وي چې زمونږ د ماشومانو په ښوونه او روزنه کې به مرسته وکړي، دا به د هغو خلکو له امله وي چې په هیواد کې دننه په ټولنو کې په خدمت کولو بوخت دي، دا به زمونږ د ديپلوماتانو او سولې د ټولنې د کارکوونکو له امله وي چې د هیواد نه بهر د سولې د خپرولو او راوستلو لپاره هلې ځلې کوي. دا به زمونږ د هیواد د هغو ښځینه و او نارینه هیواد والو له برکته وي چې په وسله وال پوځ کې یې بې سارې قربانۍ ورکړیدي او د ځمکې پر سر یې په ریښتیني ډول دیته زمینه مساعده کړیده چې د خلکو حکومت ، د خلکو لخوا د خلکو لپاره جوړ شي.

دا چې په امریکا کې زیات او بیلابیل قومونه ژوند کوي نو د دې احتمال شته چې ټول به په یوه موضوع کې توافق ونلري. او باید هم همداسې وي. خو د یوه ملک په صفت که چیرته د هماغونفرتونو او بې باروۍ له وجې چې پدې وروستیو کې یې زمونږ تر منځ بې اتفاقي پیدا کړیده، مونږ د یوه بل نه ځان جدا وګڼو نو مونږ به پدې ونه توانیږو چې خپل رهبریت وساتلی شو او یا به د هغو ستونزو مخه واړو چې په اوس وخت کې مونږ ورسره لاس او ګریوان یو.

د دې خبرې هیرول آسانه دي چې د دغې جګړې د پیل په وخت مونږ ټول سره یو موټی و، د یوې زړه بوږنونکي او ډاروونکې حملې یادونه زمونږ په فکرونو کې تازه و، او دا هیله مو لرله چې مونږ د خپل کور او ارزښتونو د خوندي ساتلو او دفاع په خاطر دا جګړه کوو چې زمونږ د ټولو لپاره زیات ارزښت لري. زه په کلکه دا نظر ردوم چې وایي مونږ بیا هماغه یووالی نشو راوستلی. زه بارو لرم چې زمونږ تر منځ هغه مشترکه چې وایو مونږ ټول امریکایان یو ، مونږ پدې توانیږو چې د یوه ګډ هدف لپاره سره یو موټی شو. ځکه چې زمونږ ارزښتونه یوازې د کاغذ پر مخ لیکل شوې کرښې ندي، دا هغه عقیده ده چې مونږ او تاسو یووالې ته رابولي او د سختو توپانونو او ستونزو پر وخت زمونږ سره پاتي دي او مونږ یې د یوه هیواد او یوه ملت په حیث سره ساتلي یو.

امریکاـ مونږ د یو لوی امتحان نه د تیریدو په حال کې یو، او د دغو توپانونو او ستونزو پروخت چې مونږ کوم پیغام لیږو باید واضح وي. او هغه دا چې زمونږ دلیل پر ځای او منصفانه دی، او زمونږ هوډ او عزم نه بدلیدونکی دی. مونږ به پدې ډاډ مخ پر وړاندې ځو چې حق ګټونکی دی. او ژمنه به مو دا وي چی یوه مصونه امریکا به جوړوو، د یوې خوندي نړۍ غوښتونکي یو او یوه داسې راتلونکې غواړو چې ویره پکې نه وي او پر ځای یې امیدواري او ښې هیلې وي.

مننه، خدای دې پر تاسو ، زمونږ په عسکرو او د امریکا په متحده ایالاتو رحم وکړي.

XS
SM
MD
LG