د لاس رسي وړ اتصالات

ناټو افغانستان ته ٧ زره عسکر لیږي


د ناتو عمومي منشي جنرال فاگ راس موسین وایی چی لږترلږه ٢٥ هیوادونه به بل کال افغانستان ته تقریبا اووه زره عسکر واستوي.

هغه دا اعلان نن د جمعې په ورځ وروسته له هغه وکړ چی په بروکسیل کی یې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیري هیلري کلینټن سره د ناتو د هیوادونو د خارجه وزیرانو په غونډه کی وکتل. نن ددې غونډی دوهمه ورځ وه.

د ناتو عمومی منشي وویل چی دغه اضافي عسکر به د جگړې په میدان کی قوی نقش ولوبوي.

میرمن کلینټن نن د ناتو د بهرنیو چارو وزیرانو او عمومی منشي ته د افغانستان د جگړې په باب د جمهوررئیس براک اوباما د نوي ستراتیژۍ په باب معلومات ورکړل.

د امریکا جمهوررئیس وعده کړې چی افغانستان ته به نور دیرش رزه عسکر واستوي او په دې سره به په هغه ملک کی د ټولو امریکایي عسکرو شمیر ١٠٠ زره تنو ته ورسیږي. همدا اوس په افغانستان کی د امریکا نه پرته د نورو هیوادونو ٣٩ زره عسکر هم پراته دي چی د ناتو په قواو کی خدمت کوي.

دیپلوماتان وایی چی واشنگټن د ناتو د متحدانو نه غوښتي دي چی تر لس زره پوري نور عسکر افغانستان ته واستوي.

XS
SM
MD
LG