د لاس رسي وړ اتصالات

د بوپال فابریکې د خونړۍ پیښې ٢٥ کاله وشول


په هند کی هغو خلکو چی ٢٥ کاله مخکي د بوپال د یونین کاربایډ د کیمیایي سري د جوړولو په فابریکه کی د گاز د خپریدو د پېښي نه چی په نړۍ کی په صنعتي چارو کی تر ټولو سخته پېښه وه، ژوندي پاته شوي دي، ددې ورځي کالیزه یاده کړه.

د هغوی سره نور فعالین هم ملگري سول او ددغي پخوانۍ فابریکې چی اوس تړل شوې ، د ځای په خوا روان سول.

د ١٩٨۴ کال د ډیسیمبر په دریمه په نیمه شپه کی په دغه فابریکه کی د میتایل د گاز سپینه وریځ خپره سوه او په څو ورځو کی یې تقریبا اته رزه کسه ووژل.

دا گاز د فابریکې نه بهر هم د (بوپال) په ښار کی چی د هند د مادیا پرادیش د ایالت مرکز دی هم یوڅه خپور سو چی له کبله یې نور خلک هم وروسته مړه سول.

اوس هم چی ددې پېښی نه ٢٥ کاله تیریږي، په زرهاو خلک په دې ښار کی په دې وجه چی زهري مواد ور رسیدلي، د روغتیایي ستونزو سره مخامخ دي.

په یوه نوې څیړنه کی چی ددغي کالیزی د رارسیدو نه یو څو ورځی مخکي شوې ویل سوي دي چی د پنځلسو سیمو خلک چی د کارباید د پخوانۍ فابریکې په شاخوا کی واقع دي اوس هم داسی اوبه څښي چی په خطرناکو کیمیایي موادو ککړي دي.

XS
SM
MD
LG