امریکا د دفاع وزیر رابرت گیتس وایی چی امریکا نه پوهیږی چی د القاعدی مشر اسامه بن لادن چیری پټ دی او کلونه کیږی چی د هغه د موقعیت په هکله ښه استخباراتی معلومات نلری.
ښاغلی گیتس نن د ای بی سی د ټلویزیون سره په مرکی کی وویل چی که امریکا د بن لادن په هکله موثق معلومات ترلاسه کړی نو د هغه د نیویلو لپاره به په اقداماتو لاس پوری کړی.
امریکا او د هغوی د انډیوالو ملکونو پوځی چارواکیو ویلی چی دوی گمان کوی چی بن لادن د افغانستان او پاکستان د سرحد ترمینځ په غرنی سیمه کی پروت دی.
د افغانستان په ختیځ کی نړیوالی قواوی وایی یو امریکایی عسکر پرون د بم په چاودنه کی وژل شوی دی.
په یوه خبرلیک کی راغلی چی د افغانستان او نړیوالو قواوو نن د لغمان په ولایت کی هوایی بمباری وکړه او یوه ډله یاغیان یی ووژل.
ناتو وایی چی افغان او انړیوالو قواوو د د کندهار په ولایت کی د طالبانو یو قوماندان او یو یاغی چی په دی سیمه کی یی د بم ډیری حملی کړی وی ونیول.
همدا شان امریکایی عسکرو د طالبانو په اکمالاتی لارو باندی عملیات وکړل.
دغه عملیات چی د کوبرا د غضب په نامه یادیږی د جمعی په ورځ د د هلمند د ولایت د نوزاد په ناوه کی
وشول.
د