د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان پوځ :سوات او وزیرستان کی مو یاغیان پسی اخیستی دی


پاکستانی چارواکی وایی پوځونو یی د سوات په دره او جنوبی وزیرستان کی یاغیان پسی اخیستی او په دی تیره یوه ورځ کی یی یو مشکوک یاغی وژلی او تقریبآ ۴٥ تنه یی نیولی دی.

د پوځ په یوه ځبرلیک کی چی نن خپور شو راغلی چی قواوو یی په جنوبی وزیرستان کی شپږ یاغیان یو ځای او اوه تنه بل ځای پسی اخیستی، رپوټ وایی چی یو یاغی یی د قواوو سره په جنگ کی وژل شوی دی.

پوځ وایی چی د سوات په لویه دره کی یی د تلاشۍ عملیات پیل کړی ، ١٩ یاغیان یی پسی اخیستی او ١٣ نور امنیتی قواوو ته تسلیم شوی دی.

پاکستانی پوځ سږ کال په ناکراره قباییلی سیمه کی د طالبانو پرخلاف دوه غټ عملیات کړی دی د جنوبی وزیرستان او د سوات د دری د عملیاتو د غچ اخیستو په خاطر د پاکستان د حکومت او د پوځ پرخلاف په غټو ښارونو کی یو لړحملی شوی دی.

بل خبر وایی چی ځان مرگو د جمعی په ورځ د راولپینډی په ښار کی په هغه جومات باندی حمله وکړه چی پوځی چارواکیو پکی لمونځ کاوه.

په دی چاودنه کی لږ ترلږه څلویښت کسه په جومات کی چی د پوځ د قوماندی مرکز ته نژدی و، وژل شوی چی په هغو کی نهه تنه پوځیان او یو شمیر ماشومان هم وژل شوی دی.

XS
SM
MD
LG