د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ایران سره په اتومی پروگرام مذاکره غواړی


د امریکا د ملی امنیت مشاور وایی چی که څه هم وضع ډیره ښه نه ښکاری خو وایی چی امریکا تر اوسه غواړی د ایران سره د هغوی د اټومی پروگرام په اړه مذاکره وکړی.

جیمز جونز د CNN د ټلویزیون سره په مرکه کی وویل چی کال مخ په خلاصیدو دی او جمهور ریس براک اوباما به د ایران سره د امریکا ډیپلوماتیکی هلی ځلی ارزیاب کړی.

امریکایی عالی رتبه چارواکی په دی نظر دی چی که ایران د خپل اټومی پروگرام په اړه د نړیوالی ټولنی غوښتنی په نظر کی ونه نیسی نو د ملگرو ملتونو د امنیت شورا ته به په ایران باندی د بندیزونو د وضع کولو وړاندیز وکړی.

امریکا او لویدځ انډیوالان یی وایی چی ایران غواړی اټومی وسلی ترلاسه کړی خو ایران وایی چی اټومی پروگرام یی سوله ایز هدف لری.

د ایران ستر روحانی مشر آیت الله علی خامنیی نن وویل چی د هغوی د اټومی پروگرام په اړه نړیواله ټولنه درواغ وایی تر څو وکولای شی د هغوی ملک تجرید کړی.

XS
SM
MD
LG