د لاس رسي وړ اتصالات

پیښور کی  د محکمی  مخی ته ځان مرگی حمله ٧ مړه او ډیر ژوبل


پولیس وایي چې یوه ځانمرګي برید کوونکي د پاکستان په صوبه سرحد کې لږ تر لږه 7 تنه وژلي دي او یو شمیر نور یې ټپي کړیدي.

چارواکو ویلي دي چې ځانمرګي برید کوونکي هغه وخت خپل چاودیدونکي مواد والوزول چې غوښتل یې د پیښور یوې محکمې ته ننوزي او د پولیسو لخوا ودرول شو.

وروسته تر دې چې د افغانستان پولې ته نږدې د جنوبي وزیریستان په قبایلي سیمه کې د پاکستان پوځ د طالبانو او القاعده شبکې پرضد دوه میاشتې وړاندې ستر عملیات پیل کړیدي، جګړه مارانو په چاودنو کې په سلګونه تنه وژلي دي.

اکثره دغه بریدونه د پاکستان په پیښور کې شویدي. د دغو بریدونو وروستې برید د تیرې میاشتې په وروستیو ورځو کې وشو چې د پولیسو یو موټر پکې په نښه شوی و او درې تنه پولیس پکې وژل شوي و.

په عین حال کې ځایي مطبوعاتو ویلي دي چې کوټی په ښار کې هم یوه چاودنه شویده او لږ تر لږه پنځه کسان پکې ټپي شویدي خو د پیښې په اړه یې تر دې دمه زیات معلومات ندي ورکړي.

همدارنګه د پاکستان پوځ پرون د یکشنې په ورځ وویل چې عسکرو یې په تازه عملیاتو کې د صوبه سرحد په قبایلي سیمه کې لږ تر لږه 14 تنه یاغیان وژلي او 45 تنه نور یې ژوندي نیولي دي.

پوځ پخپله یوه اعلامیه کې ویلي دي چې 13 تنه چی د جگړه مارانو گومان پری کیدو د جنوبي وزیرستان په دوه جلا سیمو کې نیولي دي. همدرانګه یو بل جګړه مار بیا د پوځ سره په ډزو کې ووژل شو.

د روان میلادي کال په سر کې د پاکستان پوځ د طالبانو پر ضد د پاکستان په صوبه سرحد نارامه سیمه کې دوه ستر عملیات پیل کړیدي. طالبانو هم په جنوبي وزیریستان او سوات دره کې د عملیاتو په ځواب کې د پاکستان په پوځ او حکومت باندې بریدونه کړیدي او په سلګونه تنه یې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG