د لاس رسي وړ اتصالات

تهران کی د پولیسو او حکومت ضد مظاهرچیانو  ترمنځ اخ و ډب شویدی


د ایران په پایتخت تهران کې نن د دوشنبې په ورځ د بلوا ضد پولیسو د مظاهره کوونکو سره اخ و ډب کړیدی. دا اخ و ډب هغه وخت شوئ چې د حکومت مخالفینو په ایران کې د زده کوونکو د ملي ورځې په مظاهرو لاس پورې کړ.

عیني شاهدانو وویل چې په سلګونه تنو پولیسو د ډنډو او اوښکې بیونکي ګازونو نه کار واخیسته تر څو د تهران په لارو کوڅو کې مظاهره کوونکي تیت پرک کړی. او شمیر نورو پولیسو بیا د تهران پوهنتون ته ټولې غزیدلې لارې بندې کړې وې. پدغه پوهنتون کې اصلاح غوښتونکو زده کوونکو په مظاهرو لاس پورې کړی و.

په ایران کې د زده کوونکو ملي ورځ د هغو دریو تنو زده کوونکو د یاد په ویاړ لمانځل کیږي چې په 1953 میلادي کال کی د امریکا پر ضد مظاهرو کې وژل شوي وو.

تمه کیده چې د دولت مخالف د اصلاح غوښتونکي ګوند پلویان به دغه ورځ چې د لمانځلو لپاره یې پخپله حکومت اجازه ورکړې وه، د ایران د جمهور رییس محمود احمدي نژاد د حکومت پر ضد په مظاهرو بدله کړې .

د یکشنبې ورځې راپدیخوا په هغو سیمو کې چې تمه کیده مظاهرې به پکې وشي ، د انټرنټ او موبایل خدمتونه پکې بند شوي و او یا یې هم سم کار نه کاوه.

د ایران حکومت همدارنګه په بهرنیو ژورنالستانو باندې بندیز لګولی و چې د مظاهرو په اړه دې خبرونه نه خپروي. او د هغوي د کارکولو جواز یې په تهران کې د ډسمبر د میاشتې د 7 مې نيټې نه تر ډسمبر د میاشتې تر9 مې پورې لغوه کړي و.

XS
SM
MD
LG