د لاس رسي وړ اتصالات

واشنگټن پوست: د افغانستان ډیر ولایتونه دوه والیان لري


د واشنگټن پوست ورځپاڼه د دسمبر د اتمې نېټې په گڼه کې د طالبانو د متوازي حکومت په هکله لیکي، لغمان د افغانستان د نورو ولایتونو په شان دوه والیان لري.

لمړنۍ والي د حامد کرزي له خوا توظیف دی او د امریکا د زرگونو قواو په شته والي یې حمایت کیږي.

د دې ورځپاڼې په خبره دی د ورځې لخوا په دې غرني ولایت کې د پټۍ په پریکولو سره نوې پرمختیايي پروژې پرانیزي او د خپلو مامورینو په خبره کافي گټه هم ددغو پروژو نه ترلاسه کوي.

ورځپاڼه زیاتوي خو دوهم والي چې د طالبانو لخوا ټاکل شوی دی او امریکايي عسکر یې د ښکار کولو پسې دي، یواځې د شپې لخوا ولایت ته سر د ننه کوي.

دی د طالبانو دحکومت په رسمي ورقو کې احکام صادروي، د حکومتي عسکرو په ضد حملې تنظیموي او د ډیرلږ فساد د ککړوالي په تور مامورین فوراً بدلوي.

واشنگټن پوست لیکي، په داسې حال کې چې د امریکا جمهور رئیس افغانستان ته د دیرشو زرو نورو عسکرو د لیږلو په تکل کې دی، طالبان هم خپلو هڅو ته زور ورکوي او هغه شیبې ته منتظر دي چې بیا په قدرت راشي.

طالبان په پټه د حکومت په چوکاټ کې خپل والیان، د امنیې قوماندان، ولسوالان او قاضیان مقرروي. دوی همدا اوس د خلکو په ژوند کې خپله ډیره اغیزه لري.

خالد پښتون چې د ښاغلي کرزي د ډیرو نژدې همکارانو او کندهار نه د ملک د پارلمان غړی دی، وايي، دوی د گډوډۍ برخه دي.

واشگنټن پوست د امریکايي پوځي افسرانو له خولې لیکي، چې د طالبانو د پټ حکومت نسکورول او په راتلونکو اتلسو میاشتو کې به د حامد کرزي د حکومت د سلطي ټینگول د امریکايي اضافي عسکرو د لیږلو د پلان له بریالیتوب سره به مرسته وکړي.

خو ستونزه داده چې د ملک په ډیرو برخو کې خلک د طالبانو په سخت گیراما قاطع حکومت ډیر اعتبار کوي او دوی ته د کابل د حکومت په تله چې غیرموثر مامورین لري، ترجیح ورکوي.

ورځپاڼه زیاتوي، په کال ٢٠٠١ کې خلکو د طالبانو د حکومت په نسکوریدلو خوشاله ښکاریدل ځکه دوی د ورځپاڼې په خبره په ښځو او اقلیتونو جبرکا ؤ او په همدې سبب په بین المللی ډگر کې منزوي وو.

اوس بیا د شمال نه نیولی تر جنوبه پورې ځنې مامورین دا مني چې خلک د طالبانو موظفینو ته د خپلو جنجالونو د حل لپاره مراجعه کوي.

XS
SM
MD
LG