د لاس رسي وړ اتصالات

ایکنبری وایي کامیابی ناممکنه نده


نن به په افغانستان کی د امریکا سفیر کارل ایکنبیری د دوهم ځل لپاره دامریکا دکانگرس دیوی اختصاصی جرگه گئ په وړاندی حاضر شی او د افغانستان د جنگ په اړه به دجمهور ریس بارک اوباما د ستراتیژئ په اړه د کانگرس غړو ته معلومات ورکړی.

کارل ایکینبیری به نن دمشرانو جرگی دخارجی اړیکو دجرگه گئ غړو ته افغانستان ته ددیرش زرو نورو امریکایی عسکرو دلیږلو په اړه د جمهور ریس بارک اوباما د فیصلی په باب توضیحات ورکړی.

د ننئ معلوماتی غونډی په دوران کی به دښاغلي ایکنبیری سره دامریکا دپوځ دمرکزی قوماندانئ عمومی قوماندان جنرال ډیویډ پیټریس هم ملگری وی.

ښاغلي ایکنبیری پخوا افغانستان ته داضافی عسکرو دلیږلو دپلان سره خپل مخالفت څرگند کړی ؤ، خو پرون یی په کانگرس کی دامریکا دکانگرس دوسله والو قواو دجرگه گئ دغړو په وړاندی دجمهور ریس د نوي پلان نه دفاع وکړه.

ایکنبری دکانگرس غړو ته پرون وویل چه په افغانستان کی دامریکا دبریالیتوب په باب خو څه تضمین نشته خو کامیابی ناممکنه هم نه ده. پرون دایکنبیری سره په افغانستان کی دامریکایی قواو عمومی قوماندان جنرال سټا نلی میک کریسټل هم موجود ؤ. جنرال میکریسټل د کانگرس غړو ته وویل چه دافغانستان په باب دجمهور ریس اوباما استرتیژی بریالئ کیدلی شی او راتلونکی اتلس میاشتی به دجنگ دگټلو لپاره فیصله کوونکی وی.

جنرال میکرسیټل وویل چه دالقاعدی دمشر اسامه بن لادن نیول او یا وژل دټرورزم دماتولو لپاره خاص اهمیت لری. هغه وویل چی داسامه بن لادن موجودیت القاعدی ته موقع ورکوی چه نوي غړي راجلب کړی.

XS
SM
MD
LG