د لاس رسي وړ اتصالات

"کرزي او گیټس د عسکرو د وتلو مختلفې نیټې ښودلي"


د واشنگټن پوست ورځپاڼه د دسمبر په نهمه لیکي، له افغانستان نه د پوځونود وتلو د زماني چوکاټ په اړه د جمهور رئیس حامد کرزي او د امریکا د دفاع وزیر رابرټ گیتس په خبرو کې اختلاف دی.

(د AP عکس) گیټس خبرداری ورکوي چې د امریکا مرستې به د تل لپاره نه وي. خو کرزی وايي چې د افغانستان قواوې لږ تر لږه پنځو نورو کلونو ته اړتیا لري ترڅو ددې جوگه شی چې په مستقله توگه د ملک امنیت وساتي.

کرزي دغه موضوع د خپلې نوې دورې حکومت د پیل کیدلو په موقع څرگنده کړې وه او دا غوښتنه یې د اوباما د نوې ستراتیژۍ د اعلان نه مخ کې کړې وه. او هغه وخت د ٢٠١١ د جولای د زماني چوکاټ خبره نه وه مطرح چې په دغه وخت کې به د امریکا د عسکرو ایستل پیل شي.

واشگنټن پوست لیکي چې گیتس هیله څرگنده کړې ده چې د افغانستان د پوځونو روزنه او په دغه هیواد کې اقتصادي وده دومره چټکه شی چې پر امریکا باندې د افغانستان اتکاء هرڅومره ژر چې کیدلای شي ختمه شي.

ده همدارنگه د امریکا دا تعهد تکرار کړ چې امریکا به دافغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او هیڅکله به دغه ملک په میدان نه پریږدي.

ده ژمنه وکړه چې هغه حالت بیا تکرار نه شي چې د روسانو د وتلو نه وروسته امریکا افغانستان سره جدې مرستې ونه کړې.

ورځپاڼه لیکي، گیتس د خپلو خبرو په دوام کې وویل چې امریکایان به د افغانانو په خوا کې تر هغې پورې وجنگیږي چې چې دغه هیواد د امنیت له اړخه په ځان بسیا شي.

خو د عسکرو د ایستلو مهال ویش په امریکا کې د مخالفو جمهوري غوښتونکو لخوا تر انتقاد لاندې راغلی دی.

دوی وايي چې د عسکرو د ایستلو مهال ویش د اوباما د نیت ښکارندوی دی.

د افغانستان او پاکستان حکومتونه دواړه د اوباما دا اقدام داسې گڼې چې امریکا غواړي له سیمه نه پښې سپکې کړي دا په داسې حال کې ده چې په نژدې راتلونکي کې امریکا په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمیر یو لک ته رسوي.

ورځپاڼه لیکي چې امریکا تر هغه وخته پورې له افغانستان نه نشي وتلای تر څو د افغانستان پوځ سمبال او د امنیت په نیولو قادر نه شي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا د دسمبر د نهمې نېټې په گڼه کې لیکي، د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي د امریکا ددفاع وزیر رابرت گیتس سره په خپلو خبرو کې دا په ډاگه کړه چې دده هیواد به تر راتلونکو ١٥ او شلو کلونو تر منځ د امریکا په متحده ایالاتو او د ناتو د غړو هیوادو په مرستو خپل امنیت ساتي.

د ښاغلي کرزي ددغې خبره معنی داده چې دی د خپل حکومت په تمویل کې د لویدیزو هیوادو مرستو ته تر ډیرو کلونو پورې اړتیا لري.

دا خبرې په داسې حال کې کیږي چې اوباما به د اتلسو میاشتو نه وروسته د افغانستان نه د امریکایی عسکرو په ایستلو بنا وکړي.

نیویارک ټایمز لیکي، دکرزی او گیتس په یوه خبري کانفرانس کې گیتس افغانستان سره د مالي مرستو په زماني چوکاټ ونه غږید خو دومره یې وویل چې مونږ د واقعیتونو نه خبریو او پوهیږو چې افغانستان تر یو وخته پورې د خپلو امنیتي قطعاتو تمویل ته اړتیا لري.

ورځپاڼه لیکي د دې مطبوعاتي کانفرانس نه یواځې څو ساعته وروسته د لغمان په ولایت کې د متحدینو په بمباریو کې یو شمیر خلک ووژل شول او د کلیوالو قهر او غصه یې را وپاروله.

سره ددې چې خلک د بهرنیو هیوادو د پوځونو په بریدونو کې د ملکي خلکو په وژل ډیر په غصه دي خو د کرزي د خبرو په اساس افغانستان بیا هم د ملک د ساتنې لپاره د پردیو هیوادوپه مرستو اړ دی.

XS
SM
MD
LG