د لاس رسي وړ اتصالات

د یوناما رئیس وظیفه پریږدي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو لوړ رتبه استاځی به خپل قرار داد چې د مارچ په میاشت کې پوره کیږي بیرته تمدید نکړي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو یوه نطاق وویل چې د ناروې ديپلومات کای ایدی د خپلې وظیفې څخه استعفا نه کوي بلکې هغه پروګرام مراعتوي چې د ځان لپاره یې په ۲۰۰۸ کې، کله چې یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خاص استازي په توګه خپله وظیفه اخیستله. تعین کړی و.

پر آیدی باندې انتقاد کیږي چې خپل په کار کې موثره نه و او د اګست د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې یې د ټګۍ برګۍ پر ضد قوي دریځ ونښود.

خو آیډی د امریکا اسوشیټید پریس خبري اژانس ته وویل چې د افغانستان د اګست د میاشتې د انتخاباتو جنجالونه د هغه د پریکړې لامل نه دی ګرځیدلی بلکې ده دا فیصله مخکي لا کړې وه چې دده نه مخکي خاص استاځو په شان به دی هم یوازې دوه کاله په افغانستان کې خپل ماموریت پرمخ بیايي.

XS
SM
MD
LG