د کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه لیکی، په افغانستان کی توندروانو د هغه هیواد ملی امنیت ته لوی خطر پېښ کړی دی ، فکر کېږی چی ددغو اکثرو توندروانو د روزنی او عملیاتو مرکزونه د پاکستان په خاوره کی دی ، خو دغو بېلو بېلاو توندرو تنظیمونو پخپله د پاکستان د امنیت دپاره هم یوه لویه ستونزه منځته راوړې ده . موږ په دغه ارتباط د امریکا د کریسچین ساینس مانیټر دورځپاڼی د جمعې د ورځی د یوه مضمون لنډیز درته وړاندی کوو.
کریسچن ساینس مانیټرلیکی د پاکستان پوځ په دې وروستیو کلونو کی د طالبانو پر هغی شبکې باندی حملې کړی دي چی د هغه هیواد په شمال لوېدیځو قبایلی سیمو کی یې مرکزونه جوړ کړی دی. دا هغه سیمی دی چی د ډېره وخته یې د مرکزی حکومت امر ته غاړه نه ده ایښې. مگر اوس دپاکستان د پنجاب په صوبه کی هم توندروانو په عملیاتو لاس پوری کړی دی. دغه سیمه یو وخت کراره ښکارېدله مگر اوس شمال لوېدیځی صوبې ته طالبان لېږی او دغه راز یې هغه صوبه هم ناکراره کړې ده .
کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه په نیویارک کی د اسیا د انجمن د یوه څېړونکي حسن عباس له قوله لیکی چی تقریبا پنځه زره پنجابی طالبان له صوبه سرحد څخه پنجاب ته ستانه سوي او په عملیاتو لگیا دي، او لا احتمال لری چی نور ځوان طالبان هم له مدرسو څخه راووزی او له دغو توندروانو سره یو ځای سی.
ورځپاڼه لیکی د پاکستان حکومت پر دغو توندورانو ځکه حملې نه کوی چی دوی یې زیاتره په هند او افغانستان کی د عملیاتو دپاره روزلی او حمایه کړی دي. مگر دغه توندروان د پاکستان د حکومت خاطر نه ساتی او په روان کال کی یې د پاکستان د پنجاب په صوبه کی حملې کړي دي.
کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه لیکی د اکټوبر په میاشت کی په اصطلاح پنجابی طالبانو په راولپینډی کی پر یوه پوځی مرکز باندی حمله وکړه، جگړې دوه ویشت ساعته دوام وکړ، او په پای کی دیرویشت تنه ووژل سول. څو ورځی وروسته هغوی په لهور کی د حکومت پر استخباراتی مرکزونو باندی درې حملې وکړې او په هغه ښار کی، چی یو وخت ډېر ارام وو، کاروبار په ټپه ودرېدی.
ورځپاڼه د پاکستان د یوه استخباراتی مامور له قوله چی دنامه د نه یادېدلو په شرط یې خبری کولې لیکی چی یو وخت متحده ایالات او پاکستان دواړه ددغو توندروانو شاته ولاړ وه. کله چی دوی دواړو لاس ورڅخه واخیست نو دوی پخپله پر هغوی باندی مخ راواړاوه.
ورځپاڼه وایی یو له دغو کسانو څخه دلاور نومېږی چی د حزب المجاهدین غړی دی، په کشمیر کی جنگېدلی، د گلبدین حکمتیار د حزب اسلامی په پوځی کمپونو کی روزل سوی او په وروستیو شپو ورځو کی یې په صوبه سرحد کی د توندروانو په عملیاتوو کی برخه اخیستې ده . د دلاور یو ملگری اکبر علی علوی وایی جنگ به اوس په وزیریستان او افغانستان کی وي خو انشاالله چی موږ به دغه جگړه د نیویارک او واشنگټن لارو کوڅو ته ورسوو.
کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه لیکی په توندروډلو کی سپاه صحابه، لشکر جنگوی، جیش محمد او لشکر طیبه راځی، چی د ١٩٨٠ او ١٩٩٠ په لسیزو کی تاسیس سوي دي. او متحده ایالاتو څو ځله اندېښنه ښودلې ده چی د پاکستان حکومت هغوی تر کنټرول لاندی نه دي راوستلی. د پاکستان حکومت ښایی ځکه پر دغو ډلو باندی حملو کولو ته زړه نه ښه کوی چی یو وخت د هغوی څخه بیا په هند او افغانستان کی کار واخیستلای سی.
د کریسچن ساینس مانیټر ورځپاڼه لیکی سره له هغه چی زیاتره څیړونکي په د ې عقیده دي چی طالبان د پاکستان د نېستمنو جنوبی سیمو څخه راوزی مگر په وروستیو حملو کی څرگنده سوه چی هغوی د پنجاب د صوبې د نورو شته منو سیمو څخه هم راځی.
د پاکستان د اتو زرو مدرسو له جملې څخه شپږ زره د پنجاب په صوبه کی دی. په کال ١٩۴٧ کی چی پاکستان استقلال ترلاسه کړ په ټول هیواد کیددغو مدرسو شمېر ١٣٧ ته رسېدی خو له هغه وخته تر اوسه پوری یې د سعودی عربستان او نورو هیوادونو او موسسو په مرسته شمېر په هر کال چی څو چنده سوی دی.
ورځپاڼه لیکی ځینی دغه مدرسې د ټولی سیمی دپاره توندروان روزي خو په ټولو کی د جهاد تبلیغ نه کېږی. د حکومت یو سلاکار ښاغلی برکی وایی یوازی د گوتو په شمېر مدرسې د اندېښنې وړ دي او په هغو کی هم ځینی شاگردان د توندورانو سره یو ځای کېږی.
په لاهور کی د جامعه محمدیه په مدرسه کی څلور سوه ځوانان تحصیل کوی او هغوی ته د اهل حدیث د مکتب نظریات ورښودل کېږی، چی زیاتره د سعودی عربستان څخه واردېږی. ددغی مدرسې مدیر حافظ عطاالرحمن وایی دا خبره غلطه ده چی دهغه په مدرسه کی د امریکا پر ضد د جنگ تبلیغ کېږی او یا شاگردان پر نورو فرقو باندی د حملو کولو دپاره تشویقېږی. خو ددغی مدرسې په میاشتنی گڼی کی راغلي دي چی خدای تعالی پر هغو کسانو باندی خپل قهر او غضب نازلوی چی د جهاد څخه مخ اړوی . جهاد یو له هغو وسیلو څخه دی چی خدای تعالی پر مسلمانانو باندی مهربانه کوی.
په دغه مجله کی راغلي دی چی په دې ورځ او عصر کی جهاد ته په ناحقه د ټروریزم نوم ورکړه سوی دی . زموږ واکداران کوښښ کوی په دې توگه امریکا او دهغوی انډیوالان خوشاله کړی. ددغی مدرسې یوځوان محصل چی په یوولس کلنی کی دغی مدرسې ته شامل سوی دی وایی هغه غواړی چی باقی پاته اوه کاله مذهبی زده کړی پای ته ورسوی. دی وایی زه به په افغانستان او کشمیر کی د اسلام له دښمنانو سره وجنگېږم او په دې توگه به اسلام ته خدمت وکړم.