د لاس رسي وړ اتصالات

دایران  خارجه وزیر:دری امریکایان محاکمه کوو.


د ایران د بهرنیو چارو وزیر منوچهر متکي ویلي دي هغه درې تنه امریکایان به محاکمه کړي چې د عراق نه د ایران خاورې ته وراوښتي وو.

ښاغلي متکي نن د دوشنبې په ورځ د ایران په پایتخت تهران کې خبریالانو ته پخپله وینا کې دا خبره وکړه خو دا یې ونه ویل چې د دغو کسانو محکمه به څه وخت پیل شي. هغه زیاته کړه چې دغه امریکایان د ایران خاورې ته د مشکوکو اهدافو لپاره راغلي دي. ایران په هغوی باندې د جاسوسۍ تور لګولی دی.

درې تنه امریکایي اتباع د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې هغه وخت ونیول شول چې په غیرقانوي توګه د ایران خاورې ته ننوتي وو. هغوي د عراق په شمال کې د ایران پولې ته نږدې د سیاحت لپاره تللي وو او داسې ښکاري چې د ایران خاورې ته په غلطۍ وراوښتي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هلري کلنټن په واشنګټن کې ویلي دي داسې شواهد نشته چې د سیلانیانو پر ضد د لګول شوو تورونو ملاتړ وکړي. میرمن کلنټن د ایراني چارواکو نه خواست وکړ چې د همدردۍ نه دې کار واخلي او دغه کسان دې خوشې کړي.

ایران او امریکا پخپلو کې ديپلوماتیکې اړیکي نلري او د ایران د اتومي پروګرام پر سر د دواړو هیوادونو تر منځ جنجال روان دي

XS
SM
MD
LG