د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې ځانمرگې حملې ٨ تنه ووژل، ۴٠ زخمیان دي


افغان چارواکي وایي چې نن په کابل کې د موټر بم ځانمرګې چاودنه شویده، او لږ تر لږه ٨ تنه پکې وژل شویدي او ۴٠ تنه پکې ټپي شویدي.

چارواکو ویلي دي چې یوه ځانمرګي برید کوونکي نن د کابل د وزیر اکبر خان په سیمه کې د هیټل هوټل او د جمهوري ریاست پخواني مرستیال کور مخې ته ځان الوزولی دی. پدغه چاودنه کې د هیټل هوټل او شاو خوا نورې ودانۍ زیانمنې شویدي. د هیټل هوټل ته زیاتره بهرنيان ورځي خو تر اوسه لا دا څرګنده نده چې آیا د ځانمرګي هدف دغه هوټل او که د جمهوري ریاست پخوانی مرسیتال احمد ضیا مسعود و.

په کابل کې دا چاودنه پداسې وخت کې وشوله چې د افغانستان حکومتي چارواکي او د بهرنیو هیوادونو سفیران په هغه ښار کې راټول شوي وو تر څو د افغانستان په حکومت کې د پراخه فساد پر ضد د مبارزې په اړه بحث وکړي.

په غونډه کې جمهور رییس حامد کرزي دغه چاودنه وغندله او هغه یې تروریستي برید وګاڼه. هغه زیاته کړه چې دا شان اعمال د اسلام او بشریت پر ضد اعمال دي.

دا د جمهور رییس حامد کرزي د لوړې د مراسمو نه وروسته د هغه لومړنۍ رسمي غونډه ده.

د شفافیت او احتساب نړیوالې ادارې تیره میاشت یوه نظر پوښتنه خپره کړه چې په هغې کې افغانستان په ټوله نړۍ د سومالیا نه وروسته په فساد کې دویمه درجه راغلی و.

له بلې خوا د امریکا یو عسکر د افغانستان په جنوب کې د یو بم په چاودنه کې وژل شویدی. وروسته تر دې چې په یو د پاسته دوه زرم میلادي کال کې د امریکا په مشرۍ نړیوالو قواوو په افغانستان کې د طالبانو واکمني ختمه کړه، روان میلادي کال د بهرنیو قواوو لپاره تر ټولو خونړې کال بلل شویدی.

د امریکا تر ټولو لوړرتبه نظامي صاحب منصب پرون د دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان امنیتي وضع مخ په خرابیدو ده.

د امریکا د لویو درستیزانو د کمیټې رییس د سمندري قواوو ستر جنرال کابل ته د خپل سفر په دوران کې وویل داسې ګمان کیږي چې یاغیان به د افغانستان د ٣۴ ولایتونو نه په ١١ ولایتونو کې ډیر نفوذ او قدرت ولري. هغه زیاته کړه چې طالبانو د جګړې په تاکتیکونو او د بم جوړلو په مهارتونو کې زیات پرمختګ کړیدی.

XS
SM
MD
LG