د لاس رسي وړ اتصالات

د جمهور رئیس اوباما د حکومت یو کال


په داسي حال کې چې د جمهور ریْس اوباما لومړۍ کال مخ پر خلاصېدو دی، جمهور ریْس اوباما خپل د دویم کال لپاره چمتوالی نیسي.

د ملک اقتصاد، په افغانستان کې جګړه او د نومبر د کانګرس انتخابات به دا په ډاګه کړي چې آیا جمهور ریْس د دې توان لري چې خپله اجندا پر مخ یوسي او که نه؟

جمهور ریْس اوباما د ۲۰۰۹ کال زیاتره وخت پر دې ولګاوه چې د آمریکا اقتصاد بېرته پر پښو ودروي او د اقتصاد د بیاروغونې لپاره د خپل حکومت پلان ته وده ورکړي او ځکه چې په کانګرس کې د ۲۰۱۰ کال د نومبر تر انتخاباتو پوري زیاتې څوکۍ لري نېتن ګونزالیس چې یو سیاسي لیکوال دی وايي چې جمهور ریْس اوباما ښايي د راروان کال زیاتره وخت د تیرکال په شان تیر کړي.

ښاغلیْ نېتن ګوزالیس داسي وايي: د جمهور ریْس او دیموکراتانو لپاره تر ټولو بده مسله چې پېښېدلای شي هغه د اقتصاد خرابتیا ده چې ملامتي به یې پردوی ورولوېږيکه چیري دغه کار وشي نو دا به د کانګرس د انتخاباتو پر نتایجو باندې زیاته منفي اغېزه وکړي.

وروستي اقتصادي ریپوټونه وايي چې دآمریکا اقتصاد مخ پر ودې دی خو د بې کارۍ کچه د تیرو ۲۶ کلونو په مقایسه تر ټولو لوړه ده.

د جمهوري غوښتونکو د کمېټې پخوانیْ ریْس اېد ګېلیسپي وايي چې زیات شمیر آمریکایان د بې کارۍ د کچه د لوړوالي ملامتي پر جمهور ریْس اوباما باندې وراچوي.

هغه داسي وايي: مونږ به د جمهور ریْس اوباما د زیاتو مالیاتو، لګښتونو او قرضونو نتایج ووېنو او د ملک په اقتصاد، بانکي سیستم ، د موټرو په صنعت کې او د صحي او انرژۍ په چارو کې د حکومت د مداخلاتو په خاطر به د کار پر مارکېټ باندې تاثیر هم وګورو.

جمهور ریْس اوباما مالیات نه دي لوړ کړي او د هغه ملاتړې وايي چې هغه د نورو وظېفه د لاس نه تللو نه مخنېوی کړی دی.

په دې اړه رابېرتو بوروسېجچې په آمریکا کېد آمریکا د راتلونکې په نامه د یوې ادارې مرستیال دی داسي وايي: مونږ یو داسي جمهور ریْس لرو چې هڅه کوي ترڅو د ملک لپاره غټ غټ کارونه وکړي او د هغه د هلو ځلو په نتېجه کې اقتصاد د لازیات خرابېدو نه وژغورل شو او اوس د ودې په حال کې دی.

په افغانستان کې د جګړې رخ ته تغییر ورکول به د جمهور ریْس اوباما لپاره یوه بل مهم لومړیتوب وي . په افغانستان کې تشدد مخ پر زیاتېدو دی. د دغې جګړې نه د آمریکا د عوامو ملاتړ هم د ورځې په تیرېدو سره راکمېږي او تر دې چې د جمهور ریْس اوباما په خپل ګوند کې د کانګرس غړو د افغانستان لپاره د هغه پر نوي پلان باندې چې په ترڅ کې یې دغه ملک ته په لساوو زره نور عسکر وراستول کېږي انتقاد وکړ.

سیاسي لیکوال نېتن ګونزالیس وايي چې په داسي حال کې چې د نومبر په میاشت کې د کانګرس انتخابات را روان دي جمهور ریْس اوباما ښايي ترفشار لاندې راشي چې خپل د اقداماتو نتایج وښيي.

ښاغلی نېتن ګوزالیس داسي وايي: جمهور ریْس اوباما ته په کار ده چې دا وښيي چې د عراق او افغانستان لپاره جامع پلانونه لرياو دا چي دغه پلانونه تطبېقېږي او ښه نتایج لري.

د جمهوري غوښتونکو د کمېټې پخواني ریْس اېد ګېلیسپي د دې سره موافقه لري چې جمهور ریْس اوباما په افغانستان کې د سختو شرایطو سره مخامخ دی. هغه داسي وايي: کله چې تاسو د آمریکا جمهور ریْس اوسیْ نو تاسو ته آسانۍ فیصلې نه راځي بلکې سختې فېصله در په برخه کېږي او کله چې یوه موضوع د فېصلې لپاره ستاسو میز ته درورسېږي نو هغه مغلقه او سخته موضوع وي او زه فکر کوم چې جمهور ریٌْس اوباما اوس جمهوري ریاست ته د ځان کاندېدولو او د جمهوري ریاست د کولو ترمینځ په توپېر باندې پوه شوی دی.

د افغانستان د ستونزې د حل او د آمریکا د اقتصاد د بیاروغونې ترڅنګ جمهور ریْس یو لړ نور مسایل هم لري چې باېد تر سره یې کړي لکه آمریکا ته د مهاجرینو د راتګ پالیسي، د اقلیم د بدلون قانون او د پاکۍ انرژۍ په صنعت کې د کارونه پېدا کول. سیاسي لیکوال نېتن ګونزالیس وايي چېد نومبر د میاشتې د کانګرس انتخابات د جمهور ریْس اوباما د نوښتونو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

هغه داسي وايي: په کال ۲۰۱۰ کې به د جنجالي قوانین تصویبول ستونزمن وي ځکه دیموکراتان په خپله پر دې کار کوي چې په ولسي جرګه او مشرانو جرګه ګې د بیا انتخابېدو لپار ځانونه اماده کړي.

د جمهور ریْس اوباما زیات نوښتونه لکه د صحي چارو د اصلاح قانون او داسي نور مسایل به د نومبر د میاشتې تر انتخاباتو پوري داسي د پام وړ نتایج په پای کې ونلري.

ډېوېډ فروم چې د امریکین انترپرایس په انستېتوت کې کار کوي وايي چېآمریکایانو صبر او حوصله د لاسه ورکړی ده.

هغه داسي وايي: زمونږ نه هېڅوک په دې نه پوهېږي چې په کال ۲۰۱۰ کې به څه وشي د جمهور ریٌْس اوباما د خوا اقدامات ښايي په آینده کې نتیجه ورکړي خو اوس یې په یقیني ډول نتېجه نه ده ورکړی. خو د آمریکا د راتونکې په نامې د یوې ادارې کارمند رابېرتو بوروسېج بیا وايي چې رای ورکونکي په دې پوهېږي چې جمهور ریْس اوباما د دوی په ګټه کار کوي.

هغه داسي وايي: زه فکر کوم چې که چیري جمهور ریْس خپلې مبارزې ته د اصلاحاتو د راوستلو په خاطر ادامه ورکړي نو دی او دیموکراتان دواړه به ځېنې ګټه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG