د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان سیاستمدارانو ته عفوه لغوه کړه


د پاکستان سترې محکمې د چارشنبې په ورځ هغه عفوه لغوه کړه چې له مخې یې په دغه ملک کې په اداري فساد او قتل تورن ۸ زره سیاستمداران، بیروکراتان او سوداگر معاف شوي وو.

د عفوی ددغه فرمان څخه چې د جمهور رئیس پرویز مشرف له خوا د ۲۰۰۷ کال د اکتوبر په میاشت کې اعلان شو، د جمهور رئیس آصف علي زرداري په ګډون د هغه نږدې مشاروینو هم ګټه پورته کړه.

د پاکستان سترې محکمې پرون د چارشنبې په ماښام د یوې اونۍ غور او فکر وروسته چې د جمهوري ریاست د سولې او پخلاینې په نامه د جنجالي فرمان پر ضد یې عرایض څیړل، خپله فیصله اعلان کړه.

د سترې محکمې ۱۷ کسیزه هیئت چې قاضي القضات افتخار محمد چودري یې مشري کوي، د یادشوي فرمان د فسخ کولو پرمهال یې وویل چې دغه فرمان د پاکستان د اساسي قانون پر خلاف دی. دغه هیئت دا پریکړه هم وکړه چې د یاد شوي فرمان په ترڅ کې ټولې دوسیې چې تړل شوي وې، بېرته دې د سره پرانیستل شي. په دغو دوسیو کې یوه د جمهور رئیس زرداري په خلاف ده.

د پاکستان پر قضایي سیستم باندې د ډیرې مودې راهیسې دا تور دی چې په ملک کې تل د قوي سیاسي ګوند پلوي کوي. د پاکستان د عفوی د قانون پر ضد د عارضینو یو ستر مدافع وکیل حافظ پیرذاده د چارشنبې د ورځې فیصله یو پرځای او عادلانه قضاوت وباله او زیاته یې کړه چې دغه پریکړه یو قوي پیغام ورکوي چې په پاکستان کې هیڅوک له قانون څخه لوړ نه دی.

پیرذاده داسي وویل: دا د ټول پاکستان د عوامو په ګټه ده او د هغو غریبو خلګو په ګټه ده چې ملي شتمنۍ یې د څو کسانو له خوا لوټ شوې ده.

د سترې محکمې د چارشنبې فیصلې داسي شایعات پیدا کړي چې ګواکي په دغه ملک کې به یو لړ سیاسي بې ثباتي پیدا شي ځکه ددغه فیصلې په ترڅ کې به د جمهور رئیس زرداري د نیږدې سلاکارانو او سیاسي ملګرو د محاکمې لاره هواره شي.

په عین حال کې د حکومت سیاسي مخالفینو سملاسي پر جمهور ریْس زرداري باندې غږ وکړ چې د خپل مقام څخه دي استعفا وکړي.

خو د پاکستان د جمهوري ریاست یوه ویاند چې فرهت الله بابر نومېږي خبریالانو نه یې د خبرو پرمهال وویل چې جمهور ریْس زرداري به په هېڅ حالت کې استفعا ونکړي، هغه د خپلو خبرو پرمهال د اساسي قانون یوې مادې ته اشاره وکړه چې اوس هم د جمهور رئیس زرداري حفاظت کوي.

بابر داسي وویل: د اساسي قانون ماده وايي چې د جمهوري ریاست پرمهال هیڅ ډول جنايي قضیې دي د جمهور رئیس پرضد نه جوړېږي او نه دي په کومې محاکمې کې ادامه پیدا کوي.

جمهور رئیس مشرف دوه کاله مخکي دغه اقدام د پخوانۍ صدراعظمې بینظېر بوټو سره د قدرت شریکولو په خاطر وکړ.

د عفوی دغه قانون د میرمن بوټو لپاره ددې لاره هواره کړه چې د تبعید وروسته پاکستان ته راشي خو هغه دوې میاشتې وروسته په انتخاباتو کې د کمپاین پرمهال ووژل شوه.

د هغې د مرګ وروسته ښاغلی زرداري د هغې د ګوند یعنی د پاکستان د خلکو د ګوند رئیس شو چې د ۲۰۰۸ کال د فبروري انتخابات یې وګټل. د صحنې څخه د پخواني جمهور ریْس پرویز مشرف د وتلو نه وروسته هغه په پارلمان کې د پاکستان د جمهور ریٌس په توګه وټاکل شو.

پر جمهور ریْس زرداري باندې په ۹۰مه لسېزه کې کله چې میرمن یې د پاکستان د صدراعظمې په توګه دوه دورې وظیفه ترسره کړه، دغه تورونه ولګول شول خو زرداري بیا وايي چې دغه قضیې ټولې سیاسي وې او هیڅ یوې محکمې دی نه دی محکوم کړی.

د پاکستان سترې محکمې دغه پریکړه په داسي حال کې وکړه چې د امریکا لوی درستیز ستر جنرال مایک مولن په هماغه ورځ پاکستان کې و او هلته یې د چارواکو سره پر دې خبرې کولې چې د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کې د ترهګرۍ سره څه ډول چلند وشي.

د افغانستان سره د پاکستان په سرحدي سیمو کې د القاعده ترهګرو او افغان یاغیانو شتون د ایتلافي قواوو لپاره یوه د اندیښنې وړ مسله ده او واشنګټن پر اسلام اباد باندې فشار راوستلی چې ددغو یاغیانو پر ضد دې مبارزه وکړي.

XS
SM
MD
LG