د لاس رسي وړ اتصالات

د نوي کابینې ډیر وزیران نوي نه دي


(عکس: AFP) دافغانستان د حکومت ماموران وایی چه جمهور ریس حامد کرزی به په خپله نوی کابینه کی د اوسنئ کابینی سم نیمایی غړی په خپل حال وساتی، چه په دی جمله هغه شپږ مهم وزیران هم شامل دی چه لویدیز ملکونه یی سخت ملا تړ کوی.

ښاغلی حامد کرزی چه دخپل حکومت دوهمه دوره شروع کوی نن به د پنځه ویشتو څوکیو لپاره کاندیدان معرفی کړی.د جمهور ریس لپاره مهم امتحان دادی چه داگست د میاشتی دجمهوری ریاست دجنجال نه ډکو انتخاباتو نه وروسته اوس په خپله دوهمه دوره کی د اداری اصلا حاتو لپارهڅومره کار کوی او خپل ملگری څنگه انتخابوی .

د لویدیزو ملکونو مشرانو په جمهور ریس کرزی باندیفشار زیات کړی دی چه دا ځلی باید خپل حکومت درشوت خورئ نه پاک کړی.

یو شمیرخارجی هیوادونو ورته دا خبرداری هم ورکړی دی چه ، که لازم اصلاحات رانه ولی، نو خپلی مرستی به پری بندی کړی او نور عسکر به هم افغانستان ته ونه لیږی. کوم وزیران چه توقع کیږی په خپلو څوکیو باندی باقی پاتی شی په هغو کید دفاع، کورنیو چارو،روغتیا او کرهڼی د وزیرانو نومونه اخیستل کیږی. په دی ټولو باندی دښاغلي کرزی لویدیز انډیوالان ډیر اعتبار لری.

د افغانستان حکومتی مقامات وایی شاید چه جمهور ریس کرزی به په خپله کابینه کی دبریښنا او انرژئ وزیر اسمعیل خان هم وساتی. په اسمعیل خان باندی دبشری حقوقو طرفدارانو داالزام لگولی دی چه په هرات کی یی دخپل قدرت په زمانه جنگی جرایم کړی دی.

له بلی خوا پرون دناتو دتړون د توپ لرونکو هلیکوپترو په یوه هوایی حمله کی چه دقندهار دولایت په شاولی کوټ اولسوالئ وشوه دری تنه ملکی خلک ووژل شول. دحکومت ماموران وایی چه دغه خلک په یوه سرویس موټر کی سپارهؤ چه یو ناڅاپه برید پری وشو.

XS
SM
MD
LG