د افغانستان جمهور رئیس کرزي ددغه ملک پارلمان ته د خپلې کابېنې لست وړاندي کړی.
د اسد د ٢٩مې په جنجالي انتخاباتو کې د انتخابېدو وروسته ، د جمهور ریْس کرزي د کابېنې جوړښت ته د هغه د تعهد د یوه غټ امتحان په سترګه کتل کېږي.
د کابېنې پر عړو باندې باید په پارلمان کې بحث وشي او د پارلمان د غړو د تصویب وروسته به رسمي شي.
په دغه نوي لست کې د کورنیو چارو، دفاع او مالیې وزیران د پخوانۍ کابېنې غړي دي او د باندنیو چارو د وزارت لپاره لا څوک نه دی ټاکل شوی.
لویدیځ ملکونو پر کرزي باندې فشار راوستلی چې د خپل حکومت څخه اداري فساد لېري کړي او خبرداری یې ورکړی چې که دغه کار ونکړي نو خپلې مرستې او قواووې به پر بندې کړي.
په عین حال کې د افغانستان د پارلمان ځېنو غړو د جمهور ریْس کرزي د کابیېنې پر انتخاب باندې نارضایتي څرګنده کړې ده.
د نومول شويو وزیرانو نومونه:
عبدالرحیم ورک د دفاع وزیر
حنیف اتمر داخله وزیر
غلام فاروق وردک د معارف وزیر
سید محمد امین فاطمی د عامې روغتیا وزیر
انجنیر امیر زی سنگین د مخابرات او تکنالوژی وزیر
داکتر عمر زاخیلوال د مالیې وزیر
حسن بانو غضنفر د ښځو چارو وزیره
جنرال خدایداد د مخدره موادو سره د مبارزې وزیر
محمد اسماعیل د انرژی او اوبو وزیر
آصف رحیمی د زراعت او مالدارئ وزیر
سرور دانش د عدلیې وزیر
وحیدالله شهرانی د معادنو وزیر
غلام محمد ییلاقی د تجارت او صنایعو وزیر
داکتر محدالله بتاش د ترانسپورت او هوانوردئ وزیر
سید حامد گیلانی د سرحداتو او قبایلو وزیر
انوار الحق احدی د اقتصاد وزیر
سید مخدوم رهین د اطلاعات او کلتور وزیر
عنایت الله بلیغ د حج او اوقافو وزیر
اسماعیل منشی وزیر کار و امور اجتماعی
عبیدالله عبید د لوړو زده کړو وزیر
انجنییر عبدالرضا عبداللهی
د فواید عامې وزیر
ویس احمد برمک د کلیو د پراختیا وزیر
عنایت الله نظری د کډوالو د چارو وزیر
ویل شوي چې د بهرنیو چارو، ښار جوړونې او شهیدانو او معلولینو د وزارتونو لپاره کاندید وزیران به وروسته اعلان شي.