د لاس رسي وړ اتصالات

د پیښور مطبوعاتي مرکز چاودنې ٣ تنه ووژل


(د AP عکس) پاکستاني چارواکي وایي چې یوه ځانمرګي برید کوونکي خپل ځان د صوبه سرحد د پیښور ښار د یوه مطبوعاتي کلب نه بهر الوزولی دی او لږ تر لږه درې تنه یې وژلي دي.

چارواکي وایي ځانمرګي برید کوونکي هغه وخت خپل چاودیدونکي موادو وچول کله چې هغه نن د سه شنبې په ورځ د مطبوعاتي کلب په دروزاه کې د تلاشۍ لپاره ودرول شو.

په چاودنه کې د پولیسو یو مامور ، د مطبوعاتي کلب یو تن محاسب او یوه ښځه وژل شویدي. پدغې چاودنې کې همدارنګه د ودانیو شیشي هم ماتې شویدي.

همدارنګه پدغې چاودنې کې 17 تنه ټپي شوي هم دي چې اکثره یې د یوه بس سپرلۍ وه چې د چاودنې په وخت کې د هغې سیمې نه تیریدل.

په تیرو څو میاشتو کې په پیښور کې زیاتې چاودنې شویدي خو دا لومړی ځل دی چې په یوه مطبوعاتي مرکز باندې برید کیږي. وروسته تر دې چې د پاکستان پوځ د هغه هیواد په صوبه سرحد کې د طالبانو په مرکزونو باندې ستر عملیات پیل کړیدي، طالبانو هم د غچ اخیستنې په خاطر په ټول هیواد کې خپلو حملو ته زور ورکړیدی.

XS
SM
MD
LG