د لاس رسي وړ اتصالات

د اوپیک هیوادونه د تیلو تولید نه زیاتوي


داوپیک هیوادونه چې په نړی کې دتیلو تولیدونکی دی، فیصله یې کړې ده چې دخپلو تولیداتو اندازه په خپل حال وساتی. هغوی وايي چې په نړی کې دتیلو د تولید اندازه په ښه سطحه کې ده.

د تیلو وزېران چې د انگولا په پاېتخت لو واندا کې به سره ملاقات وکړی، نن د سه شنبی په ورځ ېې له خپل رسمی مجلس نه مخکی دا اعلان وکړ.

دتېلو د ېوبېرل قېمت د ٧٠ او ٨٠ ډالرو ترمنځ دی او تېرکال د ېو بېرل قېمت ١٥٠ ډالرو ته رسېدلی و. خو دسږکال په اخر کې دتېلو د ېوبېرل قېمت تقرېبا دوه چنده راټېټ سو.

د سعودی عربستان د تېلو وزېر علی النعېمی ووېل چې د تېلو اوسنی قېمتونه د مستهلکېنو، تولېدوونکېو او پانگه لگوونکېو لپاره ډېر مناسب دی.

ېوشمېر استازو دا اندېښنه څرگنده کړېده چې د اوپېک ېوشمېر غړي د خپل تولېد له اندازې نه زېات تولېد کوی په دې توگه د تېلو په قېمتونو باندی فشار راولی چې کم شی.

خو دتېلو وزېرانو داوپېک په ١٢ غړېو باندی غږ کړېدی چې د تولېد له اندازو سره ځان برابر کړی.

XS
SM
MD
LG