د لاس رسي وړ اتصالات

"افغانستان ته لنډمهاله پالیسي"


نیویارک ټایمزلیکي، په وچه محاط افغانستان کې عسکرو ته د خرڅ د برابرولو لپاره امریکا په مرکزي اسیا کې د دکتاتوري رژیمونو سره د لنډې مودې د اړیکو لپاره هلې ځلې کوي او دغه هیواد د اوږدې مودې د ستراتیژۍ په فکر کې نه دی. دغه مطلب تیره هفته د امریکا سناتورانو ته وویل شو.

نیویارک ټایمز لیکي، د دفاع وزارت د یو مرستیال ډیوډ سدني د سنا د بهرنیو اړیکو جرگه گی ته وویل چې ددفاع د وزارت اساسي هدف دادی چې په افغانستان کې د جنگ حمایت تر لاسه شي او په دوهمه درجه امریکا هڅه کوي د مرکزي اسیا د هیوادو امنیت خوندی وي.

ورځپاڼه د ښاغلي سدني له خولې لیکي افغانستان ته د اموالو کانټینرونه د قزاقستان، ازبکستان، کرغزستان او تاجکستان له لارې افغانستان ته راځي . دغه کانټینرونه د چینایانو لخوا په جوړو شوو لارو، د روسانو لخوا په جوړو شوو د ریل په پټلیو، د ایرانیانو لخوا په جوړو شوو تونلونو او بلاخره د امریکا په مرسته د جوړ شوي د پله له لارې افغانستان ته رسیږي.

د امریکا د حربي پوهنتون نه سټیفن بلنک سناتورانو ته وویل چې د ترانزیت په لاره کې داسې هیوادونه پراته دي چې د دکتاتورانو لخوا اداره کیږي او په دوی کې مطلق العنانیت خپوردی او دوی پخپلو مخافانو باندې د افراطیت او سخت دریځۍ تور لگوي ترڅو په قدرت کې پاتې شي.

د امریکا ددفاع د وزارت مرستیال ډیوډ سدني وايي په دغو هیوادو کې عسکرو ته د اجناسو د لیږلو په وړاندې خطر نشته، خطر په افغانستان کې د ننه پیل کیږي.

XS
SM
MD
LG