د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستاني طالبان وايي د جگړې دپاره افغانستان ته ځي


د پاکستانی طالبانو ېو لوړ پوړه قوماندان واېې چه طالبان اوس د پاکستان نه ځی او افغانستان ته دامرېکاېې قواو سره دجنگ لپاره روان دی ،ځکه چه امرېکا خپل عسکر په افغانستان کی زېاتوی.

دطالبانو قوماندان ولی الرحمان داسوشیټېډ پریس خبري اژانس ته ووېل په زرهاو پاکستانی طالبانو ته امر شوی دی چې د سرحد نه واوړی ځکه چه په افغانستان کی طالبان په اوسنئ مرحله کی دهغوئ مرستی ته ضرورت لری.

خو ولی الرحمان ووېل سره ددی چه خپل جنگېالی افغانستان ته لېږی، په جنوبی وزېرستان کی به طالبان پاکستانی قواو سره خپل جنگ ته دوام ورکړی. پاکستانی عسکر کوښښ کوي چې طالبان په جنوبی وزېرستان کی دخپلو مرکزونو نه وباسي.

د امرېکا دپوځ ېوه وېاند وېېن شېنکس دطالبانو دقوماندان دغه خبره رد کړه او اسوسېټېډ پرېس اژانس ته ېې ووېل چه امرېکاېې قواو تراوسه پوری دافغانستان او پاکستان په سرحدی سېمو کی د پاکستانی طالبانو چندان زېات نقل او حرکت لېدلی ندی.

دپاکستان پوځ سږکال په اکټوبر کی په جنوبی وزېر ستان باندی ېرغل وکړ او واېې چه دطالبانو نه ېې ېو شمېر مهم مرکزونه نېولی دی. دامرېکا جمهور رېس بارک اوباما تېره مېاشت اعلان وکړ چه افغانستان ته به دېرش زره اضافی عسکر ولېږی. اژانس واېې چه ېوه خبرېال ېې د جنوبی وزېرستان په ېوه قلا کی ولېدل او دلومړي ځل لپاره ېې دطالبانو دنوموړی قوماندان سره د شمالی وزېرستان د مېر علی په ښار گوټی کی لېدلی ؤ. د طالبانو دغه قوماندان ووېل که د پاکستان پوځ د امرېکا سره خپله ملگرتېا پرېږدی نو پاکستانی طالبانو به دهغو په خلاف خپلی حملی بندی کړی او ېو وار به بېا ورسره خپله مخکېنئ وروری شروع کړی.

قوماندان ولی الرحمان دامرېکا په جمهور رېس براک اوباما باندی هم غږ وکړ چه په جنگونو باندی دې دپېسو د مصرفولو په ځای دخپل ملک اقتصاد ته پام وکړی. دا لومړئ مرکه ده چه په جنوبی وزېرستان باندی د پاکستانی عسکرو د حملی نه وروسته ېې د طالبانو ېو مهم قوماندان د ېوه خارجی اژانس سره کوی.

XS
SM
MD
LG