د لاس رسي وړ اتصالات

په کرمه کی دبم چاودنی ٥ کسان وژلی دی


پاکستانی چارواکی وایی چی په قباییلی سیمه کی د یوه محلی حکومتی چارواکی په کور د بم چاودنه شوی چی دی خپله او د کورنی پنځه تنه غړی یی وژل شوی دی.

چارواکی وایی چی دغه پیښه نن د افغانستان د سرحد سره د کورمی په ایجنسی کی د سدی په ښارگوټی کی شوی .

هغوی وایی چی په دی چاودنه کی محلی مشر سر فراز، د هغه میرمن او څلور ماشومان یی وژل شوی دی.او یو بل کس زخمی شوی دی.

تر اوسه پوری د دی پیښی مسولییت چا په غاړه نه دی اخیستی.

طالبان په حکومتی چارواکیو باندی حملی کوی تر څو د هغوی په قوی مرکزونو باندی د پوځی عملیاتو غچ واخلی .

پاکستانی چارواکی وایی چی په شمالی وزیرستان کی د امریکا د بی پیلوټه الوتکی پرون د یوه مشکوک یاغی په کور باندی بمباری وکړه ,دیارلس تنه یی ووژل چی په هغو کی یو د یاغیانو قوماندان هم شامل دی.

دغه حمله په داسی حال کی وشوه چی په جنوبی پاکستان کی په زرگونو خلک د پخوانی صدراعظمی بینظیر بوتو د قتل دویمه کالیزه نمانځی.

د بوتو د پیپلز گوند په زرگونو غړی د هغی د مقبری په سر راټول شوی وو .

بینظیر بوتو د راولپینډی په ښار کی د انتخاباتی مبارزی په وخت کی ووژل شوه ، که څه هم د هغی د قتل وروسته هم د پیپلز گوند انتخابات وگټل او یو اییتلافی حکومت یی مینځ ته راوست.

د پاکستان په لومړنیو تحقیقاتو کی د هغی د قتل پړه د طالبانو په مشر بیت الله محسود باندی وراچول شوی وه. خو هغه دغه تور رد کړی و.

بیت الله محسود د سږ کال په پیل کی د امریکا د بی پیلوټه الوتکی په بمباری کی ووژل شو

XS
SM
MD
LG