د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: پارلماني انتخابات باید په خپل وخت وشي


(عکس: AP) د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی وایی چی د پارلمان انتخابات دی په خپل وخت باندی د می په میاشت کی له اساسی قانون سره سم وشي.

د جمهوری ریاست نطاق وحید عمر د سه شنبی په ورځ خبریالانو ته وویل چی حکومت دې ته لیوال دی چی د انتخاباتو د لگښت په برخه کی مرسته وکړی چی رایی اچول په خپل وخت باندی وشی.

نړیوالی ټولنی د اگست په میاشت کی ٢٢٠ ملیونه ډالره د جمهوری ریاست په انتخاباتو چی پراخه تقلب پکی شوی و، ولگول.

غربی چارواکیو غږ کړیدی چی دافغانستان داولسی جرگی لپاره دی منصفانه او عادلانه انتخابات په راتلونکی کال کی وشی. خو له یو شمیر چارواکو سره دا اندیښنه ده چی هغه ستونزی چی موجودی دی هغه به له راتلونکیو انتخاباتو نه مخکی اواری نشی.

د رویټر خبری اژانس د امریکا د سفار ت د یو نطآق له قوله لیکی چی ښایی غربی هیوادونه د نورو انتخاباتو لپاره بی له دینه چی په انتخاباتوکی غټ اصلاحات راشي، لگښت ورنکړي. دافغانستان جمهوررئیس حامد کرزی وعده کړیده چی په خپل حکومت کی د داداری فساد مخه ونیسی.

XS
SM
MD
LG