د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د خوست د حملې مسئولیت واخیست


(عکس: AP) طالبانو د افغانستان په خیتځ کې د پرون ورځې د ځانمرګه برید چې په کښي ۸ آمریکایان ووژل شول، مسولیت په غاړه اخیستی دی. په وژل شویو کسانو کې د آمریکا استخباراتي ادارې سي آی اې کارکونکي هم شامل دي.

د طالبانو نطاق ذبیح الله مجاهد نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې د خوست په ولایت کې ځامرګه برید د ملي اردو یوه افسر چې د یاغیانو لپاره یې کار کاوه کړی دی.

آمریکايي چارواکي وايي چې ځانمرګه د خپل انفجاري موادو واسکټ د چپمن په نظامي اډه کې جمنازیم ته نېږدې ځان ته وچاوه.

اوسني او پخواني آمریکايي مامورین وايي چې د پېښې د قربانیانو د جمعې نه ځېنې یې د آمریکا د مرکزي استخباراتي ادارې یا ( سي آی اې) صاحب مصبان وو او نور یې هغه ملکي آمریکایان وو چې د دغې ادارې لپاره یې کار کاوه.

په دغې پېښه کې لږ تر لږ ښپږ کسه ټپي شوي هم دي چې ځېنې یې سخت زخمیان دي.

د آمریکا د مرکزي استخباراتو ادارې لا تر اوسه پوري د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG