د لاس رسي وړ اتصالات

په فنلنډ کې یوه سړي په مارکیټ کې ۴ تنه ووژل


(عکس: AP) یوه وسله وال سړي د ایسپو په ښار کې په یوه مارکیټ باندې ډزې کړي دي او لږ تر لږه څلور کسه یې وژلي دي.

عیني شاهدان وايي چې یوه شړي چې تورې جامې یې اغوستي وې نن سهار یې په خلګو باندې ډزې پیل کړې او په سلګونو تنه خلګ د مارکېټ نه په ځغستا ووتل.

پولیسو ویلي دي چې دغه جنایت کار ۴۳ کلن ابراهیم شکو پولي و چې چارواکي یې د پخوا نه پېژني. پولیسو ویلي دي چې دغه سړی تر اوسه پوري ورک دی.

همدارنګه مطبوعاتو ویلي چې د پېښې پنځم قرباني یوه ښځه وه چې د اسپو په ښار کې په یوه اپارتمان کې مړه پېدا شوې ده او مطبوعات وايي چې هغه د( ابراهیم شکوپولي) طلاقه شوې میرمن وه.

د ډزو نه وروسته یاد شوی مارکېټ تخلیه او وتړل شو. پولیس په داسي حال کې چې په مشکوک سړي پسي ځي د عامه ترافېک پر مخ یې د سیمې لارې بندي کړي دي.

دغه سړي په کال ۲۰۰۷ او ۲۰۰۸ کې هم په یوه ښوونځي کي په ډزو کې څو تنه ووژل چې له هغه نه وروسته د وسلو پر ضد نوي سخت قوانین راووتل.

وروستي رپوټونه وايي چې پولیسو د ابراهیم شکوپولي مړی پیدا کړی دی.

XS
SM
MD
LG