د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: افغانستان کې استخبارات بدلون غواړي


د امریکا مطبوعاتو ویلي دي هغه ځانمرګي برید کوونکي چې تیره اونۍ یې د خوست په ولایت کې د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې سي.آی.اې په یوه مرکز باندی برید وکړ د اردن اوسیدونکی و او د القاعدې شبکې لپاره یې هم جاسوسي کوله.

په رپوټونو کې ویل شویدي چې د لویدیځ اوسنیو او پخوانیو استخباراتي چارواکو دغه ځانمرګی برید کوونکی د همام خلیل ابو ملا ال بالاوي په نامه پیژني. هغه ٣٦ کلن و او د اردن د زرقه د سیمې اوسیدونکی و.

د امریکا د این.بی.سي شبکه وایي چې د اردن چارواکو ال بالاوي یو کال وړاندې ونیوه او وروسته یې بیا د دې لپاره خوشې کړ چې د القاعده په شبکې کې دننه لاره پیدا کړي او د هغوي په اړه حکومت ته معلومات ورکړي. د اردن چارواکو داسې فکر کاوه چې هغه په بشپړه توګه اصلاح شویدی. سې آی اې تر دې دمه د دغه رپوټ په اړه څه ندي ویلي.

پدغې چاودنې کې چې د چارشنبې په ورځ د خوست په ولایت کې د سې آی اې په یوه مرکز باندې وشوه، ٧ تنه د دغې ادارې کارکوونکي او یو تن د اردن افسر پکې ووژل شول.

په افغانستان کې د امریکایي قواوو د استخباراتو رییس د سې آی اې په کارکوونکو باندې انتقاد وکړ او زیاته یې کړه چې هغوي غافلان دي. هغه همدارنګه ویلي دي چې دغه اداره په سیمه کې د افغانانو سره زیات په اړیکه کې ندي.

جنرال مایکل فلاین وایي چې د امریکایي استخباراتي چارواکو خپل ټول پام دیته اړولی دی چې په افغانستان کې د یاغي ډلو په اړه معلومات راټول کاندي.

مایکل وایي چې د امریکا استخباراتي چارواکو تر دې دمه په افغانستان کې دیره د ناټو او امریکایي قواوو ته دا ندي چې په څه قسم شرایطو کې کار کوي او د کومو افغانانانو په لټه کې دي چې همکارۍ ته یې تشویق کړي.

د جنرال مایکل څرګندونې پرون د دوشنبې په ورځ د امریکا د نوي امنیت په نامه یوه تحقیقاتي مرکز پخپل یوه رپوټ کې خپرې کړې. د سې ای اې د هغو اوو تنو مړي چې تیره اوونۍ په خوست کې وژل شوي و، تابوتونه یې پرون د دوشنبې په ورځ د امریکا د هوایي پوځ په یوې اډې کې د پوځي الوتکې نه راکوز شول.دغه نظامي اډه د امریکا د ډیلیور په ښار کې پرته ده.

په نظامي اډه کې د هغوي د تابوتونو د راښکته کولو لپاره لنډ مراسم برابر شوي و چې پکې د سې ای اې مشر لیون پنیتا او د وژل شويو کسانو د کورنۍ غړو او ملګرو برخه اخیستې وه.

دغه حمله د امریکا په استخباراتي ادارې باندې په تاریخ کې دویمه ستره خونړۍ حمله وه. د سې آی اې ویاند په یوه اعلامیه کې وژل شوي کسان په هیواد مین وبلل او ویلي یې دي چې دغو کسانو په خورا زړوه ورتیا د خپل هیواد لپاره خدمت کاوه.

د اردن سرکاري خبري ادارو ویلي دي هغه اردنی افسر چې د خوست په ځانمرګي برید کې وژل شویدی، شریف علي بن زاید نومیږي. هغوي وایي بن زاید په افغانستان کې د اردن په قواوو کې سپیڅلي دنده ترسره کوله چې ووژل شو.

ناټو وایي چې اردن په افغانستان کې یوازې ٧ عسکر لري.

د این.بي.سي خبري اژانس وایي چې بن زاید د اردن په استخباراتو کې کار کاوه او د هغه هیواد د پاچا عبدالله د تره زوی و. په خوست کې د ځانمرګي برید مسولیت د افغانستان او پاکستان طالبانو په غاړه اخیستی و.

XS
SM
MD
LG