د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا په یمن کې سفارت بیرته پرانیست


په یمن کې د امریکا سفارت وایي چې هغوي وروسته تر هغه د سفارت دروازه پرانیسته چې د هغه هیواد امنیتي قواووې پدې وتوانیدې چې دغه سفارت ته د متوجه ګواښ پر ضد په کامیابانه ډول ځواب ووايي.

په یمن کې دامریکا سفارت د امنیتي دلایلو په خاطر پوره دوه ورځې بند وه.

د یمن په پایخت صنعا کې د امریکا د سفارت چارواکو ویلي و چې د یمن امنیتي قواوو د صنعا په شمال کې امنیتي اندیښنې لرلې نو ځکه یې په سیمه کې پرون د دوشنبې په ورځ د ترویزم ضد ځیني تصفیوي عملیات وکړل.

هغوي همدارنګه خبراداری ورکړی و چې په یمن کې د امریکا ملي ګټو ته د ترویزم خطر زیات دی.

د برتانې سفارت نن د سه شنبې په ورځ هم په یمن کې بیرته خپل کارونه پیل کړیدي.

د امریکا متحده ایالاتو او برتانې د یکشنبې په ورځ وروسته تر هغې د یمن په پایخت صنعا کې خپل سفارتونه وتړل کله چې هغوي ته د القاعده د یوه ممکنه برید په اړه خبرداری ورکړل شو.

یمن وایي چې د هغوي امنیتي قواوو پرون د دوشنبې په ورځ د القاعدې شبکې دوه تنه هغه غړي په عملیاتو کې وژلي دي چې د بریدونو خبرداری ېې ورکړی و.

XS
SM
MD
LG