د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د جنورۍ د پنځمې نیټې په گڼه کې د د جمهور رئیس کرزي نومول شویو وزیرانو ته د پارلمان د اعتماد د رایې د ورکولو د مسئلې په اړه لیکي، دغه لانجه نوره هم هغه وخت زیاته شوه چې جمهوررئیس د یوه فرمان په ترڅ کې د ولسي جرگې د غړو نه غوښتنه وکړه چې خپلې ژمنۍ رخصتۍ وځنډوي.
ورځپاڼه لیکي چې پارلمان تیره شنبه ډیر شمیر وزیرانو ته د اعتماد رایه ورنکړه او دا پخپله د هغه مایوسیت او عدم رضایت نښه ده چې د پارلمان د مختلفو طبقو وکیلان داسې فکر کوي چې دوی سره د وزیرانو په نومولو کې سلا مشوره نه وه شوې.
نیویارک ټایمز لیکي، د پارلمان دا پریکړه ددې نښه ده چې غړي یې اوس ځان ډیر خپلواک گڼی.
دوی په اولو وختونو کې د جمهوري ریاست ډیر خیال ساته.
د مهمو وزیرانو ردیدل ددې سبب کیږي چې ځنې مهم وزارتونه بې سرپرسته پاتي شي او د حکومت ځنې څانگې فلج پاتې شي.
په دې کې د عامې روغتیا او د عدلیې وزارتونه شامل دي.
نیویارک ټایمز په افغانستان کې د ملگرو ملتو د استازي له خولې لیکي چې ده د پارلمان په دریځ انتقاد کړی دی خو دا یې ویلي دي چې د افغانستان پارلمان د ځینو هیوادو د پارلمانونو په شان نه دی چې یې له ځانه کوم صلاحیت ونه لري.
ډیر شمیر وزیرانو ته د اعتماد د رایې نه ورکول ددې ښکارندوی دی چې کرزی په دې نه دی توانیدلی چې د مقننه قوې غړي په خپل اعتماد کې واخلي او ښه کاري علایق ورسره ټینگ کړي.
ځنې ډیپلوماتان وايي چې داسې پېښې هم شوي دي چې د پارلمان غړي وزارتونو ته د خپلو موکلانو د غوښتنې سره تللي دي خو ددوی غوښتنو ته حکومت مثبت ځواب نه دی ویلی.
ډپلوماټان زیاتوي چې ډیر کله پخپله کرزي هم پارلمان په نظر کې نه دی نیولی.