د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست د والي په دفتر کې چاودنه شوې


د خوست ولایت د والي د دفتر په ودانۍ کې یوه چاودنه شوې چې د والي په شمول یې څو نور لوړ پوړي حکومتي چارواکي ټپي کړي دي.

افغان چارواکو نن د پنجشنبې په ورځ وویل چې د خوست د سرپرست والي طاهر خان صبري دفتر ته نېږدې د کثافاتو په ډبه کې بم اېښودل شوی و او د چاودنې له امله یې د ودانۍ ښېښې ماتې شوې او والي په کښي ټپي شو.

دغه راز د خوست په ولایت کې نن چارواکو ویلي دي چې دوه تنه یې چې ځانمرګه برید کونکي وو وژلي دي

خوست ولایت د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمه کې موقعیت لري او ویل کېږي چې د طالبانو او القاعدې د ترهګرو یو قوي مرکز دی.

د بلي خوا پرون د چارشنبې په ورځ د خوست په ولایت کې په یوه مارکیټ کې د چاودنې له امله ۹ تنه ټپي شول.

او یواځي یوه اونۍ مخکي یوه ځانمرګه بریدکونکي په دغه ولایت کې د آمریکا پر یوې نطامي اډې باندې حمله وکړه او ۷ تنه استخباراتي مامورین یې ووژل.

په یوه جلا خبر کې نن په افغانستان کې د نړیوالو قواوو ویاند پر کابل باندې د درو راکټونو د ورتوغولو تور پر یاغي طالبانو باندې ولګاوه چې په نتیجه کې یې درې تنه ټپي شوي دي.

XS
SM
MD
LG