د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس کرزي نور وزیران معرفي کړل


(عکس: AP) د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزي یو وار بیا د خپلی کابینې د تشو چوکیو د ډکولو د پاره هلي ځلي شروع کړي دی او هیله لري په دوهم ځل د وزیرانو نومول به یې د پارلمان منظوري تر لاسه کړي.

ښاغلي کرزي نن د شنبې په ورځ پارلمان ته د ١٦ نوو کاندیدانو نومونه وړاندي کړي دي چی په هغو کی د امنیتي چارو صلاکار ( ځلمی رسول ) د بهرنیو چارو د وزیر په توگه پیشنهاد سوی دی.

د پارلمان غړي به د نوو کاندیدانو په باب څو ورځی بحثونه وکړي او بیا به رای گیري پر وکړی.

کله چی ښاغلي کرزي د اول ځل د پاره د خپلي کابینې د ٢۴ غړو لیست پارلمان ته وړاندی کړ او پارلمان په هغه کی ١٧ تنه رد کړل ، په هغه کی د بهرنیو چارو د وزارت د پاره کوم څوک نه و نومول سوی.

جمهوررئیس کرزي ددې هفتې په سر کی د پارلمان نه وغوښتل چی د ژمي رخصتي وځنډوي تر څو د کابینې د منظورۍ مساله حل کړای سی.

امریکا او نورو ملکونو په ښاغلي کرزي باندی فشار اچولی دی چی مخکی له دې چی ددې میاشتی په پای کی په لندن کی د افغانستان په باب د نړۍ د بسپنه ورکونکو هیوادو غونډه پیل سی، خپله کابینه وټاکي.

XS
SM
MD
LG