د لاس رسي وړ اتصالات

چاودنې د ایران اتومي ساینس پوه وواژه


(عکس: AP) د ایران په پایتخت تهران کې د بم په یوې چاودنې کې د هغه هیواد یو ساینس پوه وژل شوی دی.

چارواکي وایي چې د چاودیدونکو موادو نه یو ډک موټرسایکل نن د سه شنبې په ورځ د ډاکټر مسعود علي محمدې د کور مخې ته وچول شو. ښاغلي محمدي اتومي ساینس پوه او د تهران د پوهنتون پروفیسر و.

د ایران سرکاري ټلویزون د دغه برید پړه د امریکا او اسراییلو په اجنټانو باندې اچولې ده، هغوي وایي چې محمدي په ایران کې د 1979 میلادي کال د اسلامي انقلاب یو حامي و چې تر هغې وروسته پدغه هیواد کې مذهبي مشران واک ته ورسیدل.

خو له بلې خوا بیا اصلاح غوښتونکو پخپلو ویب پاڼو کې د ښاغلي محمدي نوم د تهران د پوهنتون د ښوونکو په هغه لست کې ذکر کړیدی چې هغوی د تیر کال د جون د میاشتې په جنجالي انتخاباتو کې د مخالف ګوند د مشر میر حسین موسوي ملاتړ کاوه.

د ایران مخالفین په جمهور رییس محمود احمدي نژاد باندې تور لګوي چې په تیرو انتخاباتو کې یې درغلي کړیده او د تیرو شپږو میاشتو راپدیخوا یې د دولت ضد په مظاهرو باندې لاس پورې کړیدی.

XS
SM
MD
LG