د لاس رسي وړ اتصالات

هلمندیان: بهرني عسکرو پر مظاهره چیانو ډزې کړي


د هلمند په ولایت کې محلي خلک وایي چې بهرنیو قواوو په مظاهره کوونکو باندې ډزې کړیدي او ګڼ شمیر خلک یې ټپي کړيدي.

په افغانستان کې دیره د ناټو قواوې دا مني چې عسکر یې نن د سه شنبې په ورځ د هلمند ولایت د ګرمسیر په ولسوالۍ کې د خلکو په راټولیدو کې موجود وو، خو هغوي وایي چې یو تن یاغي د لیرې نه په خلکو باندې ډزې وکړې، خو کله چې د ناټو عسکرو هغه ولید نو ډزې یې پرې وکړې او ویې واژه.

ناټو پخپله یوه اعلامیه کې ویلي دي چې پدغې پیښه کې تر یاغي پرته بل کوم څوک ندي ټپي شوي او عسکرو یې هم نورې ډزې ندي کړي.

د هلمند د ګرمسیر په ولسوالۍ کې خلکو پدې خاطر مظاهرې کولې چې ویل یې د ناټو قواوو په روانه اوونۍ کې د یوې حملې پر وخت قران شریف ته سپکاوی کړیدی.

خو ناټو پخپله اعلامیه کې دغه ادعاګانې رد کړیدي او زیاته کړې یې ده چې هغوي په ټینګه دا غواړي چې دغه مسله دې د افغاني چارواکو سره په ګډه وڅیړل شي.

همدارنگه دناټو ېوه اعلامېه وایی چې دهېلمند په ولاېت کې ددوه بې پېلوټه الوتکېو په حمله کې ١٦ مشکوک افراطېان ددوشنبی په ورځ د نوزاد په سېمه کې ووژل شول. چارواکی واېې چې ېو توغندی په هغه کور ولگېده چې ډېر زېات افراطېان پکی دمهماتو په برابرولو لگېا وو. په دوېمه حمله کې دری وسله وال دناد علی په اولسوالی کې په توغندی ولگېدل.

د ناټو اعلامېه واېې چې په دغو دواړو حملو کې ملکېانو ته تاوان ندی اووښتلی.

په افغانستان کې د بی پېلوټه الوتکېو ډزی ډېرنادر کاردی ځکه چې پر خارجی قواو باندی ډېر انتقادونه کېږی چې دملکی خلکو تلفات زېاتوی. بې پېلوټه الوتکی معمولا په پاکستان کې د طالبانو تر ولکی لاندی قباېلی سېمو کې زېاتی حملی کوی. په دغو حملو باندی دامرېکا حکومت په رسمی توگه اعتراف ندی کړی.

د سه شننبی په ورځ چې په گرم سېر کې اولسوالی کې ددی ادعا پر بنا مظاهری وشوی چې د قران کرېم بې احترامی شوېده. دناټو اعلامېې دغه ادعا گانی رد کړېدی.

خو وې ویل چی دوی ددغو ا دعاگانو ته په جدی نظر گوری او دېوه مشترک هېئت چې ځاېې افغان چارواکی به هم پکی شامل وی، د جوړښت ملاتړ کوی چې په دې برخه کې تحقېقات وکړی. په دغه اعلامېه کې وېل شوېدی چې نظآمی قومندانان به د گرمسېر داولسوالی له اولسوال او دپولېسو له قوماندان سره ملاقات وکړی.

ناټو ووېل چې د قرآن کرېم د بې حرمتی ادعاگانی له دېنه راپېد اشولی چې دېکشنبی په ورځ باندی، په گرمسېر کې افغان قواو د ناڅاپې چپاوونو عملېات پېل کړل او د ناټو د قواو له خوانه ېې ملاتړ کېده. دناټو په اعلامېه کې وېل شوېدی چې ډزې ندی شوی، مالی تاوان ندی اړول شوی اوهېڅوک توقېف شوی ندی.

XS
SM
MD
LG