د لاس رسي وړ اتصالات

کال ١٨۴٢ افغانستان کې یوازنی ژوندی برتانوی


د کال ١٨۴٢ د جنوری پر دیارلسمه د برټانیې د پوځ یو ډاکټر په جلال اباد کی د برټانیې یوې پوځی پوستې ته ځان ورساوه . دا د برټانیې او برټانوي هند د شپاړس زره کسیز پوځ څخه، چی د کابل څخه د شاته کښېنستلو په وخت کی ټول وژل سوي وه، یوازینی ژوندی پاته سوی سړی وو.

ده خپل پوځ ته د هغه قتل عام کیسه وکړه چی افغانانو د برټانوي هند مات سوي پوځ ته هیڅ پناه ورنه کړه.

برټانیې په نولسمه پېړۍ کی د روسیې څخه دخپلو هندی مستعمرو د ساتلو په مقصد کوښښ وکړ چی په افغانستان کی خپل گوډاگی رژیم کښېنوي او دامیر دسوت محمد خان پر ځای باندی پخوانی پاچا شاه شجاع قدرت ته ورسوی.

د افغانستان په داخلی چارو کی د برټانیې دغه سپین سترگې مداخله په کال ١٨٣٩ کی د افغان او انگلیس د لومړي جنگ د پیل کېدلو سبب سوه.

دوست محمد خان په کال ١٨۴٠ کی ، وروسته له هغه چی برټانیې کابل ونیوی، خپل ځان د برټانیې پوځ ته تسلیم کړ. خو په کابل کی د ښورښ د زور اخیستلو سره برټانیې ته له افغانستان څخه د وتلو پرته بله لاره پاته نه سوه .

برټانیې د جنوری پر شپږمه په وتلو پیل وکړ، مگر د ساړه ژمي له امله یې د وتلو په کار کی ځنډ راغی. د برټانوي هند پر پوځونو باندی د امیر دوست محمد خان د زوی سردار محمد اکبرخان تر مشری لاندی افغانانو حملې پیل کړې او هغه کسان چی په دغه مستقیمه حمله کی قتل نه سول ، وروسته افغانی عسکرو له تېغه تېر کړل.

په دغو حملو کی څلور زره پنځه سوه عسکر او د پوځی کمپ سره ملگري دوو لس زره افراد ووژل سول.

یوازي ډاکټر ویلیم برایډن ددې حملو څخه ژوندی پاته سو او خپل پوځ ته یې ددغو غم لړلو پېښو داستان بیان کړ.

د برټانیې بل پوځ په کال ١٨۴٣ کی پر کابل باندی انتقامی حمله وکړه، او ددې ښار ځینی برخی یې وسوځلې. په همدغه کال جنگ پای ته ورسېدی او په کال ١٨٥٧ کی امیر دوست محمد خان ، چی د جنگ له پای ته رسېدلو سره قدرت ته رسېدلی وو، د برټانوي هند سره د د وستی تړون لاسلیک کړ.

XS
SM
MD
LG