د لاس رسي وړ اتصالات

په برتانیه کې یوه اسلامي ډله منع شوه


د برتانې حکومت په هغه هیواد کې د تروریزم ضد په هڅو کې یوه اسلامي ډله بنده کړیده. دغه ډله چې اسلام د برتانې لپاره نومیږي، پلان یې درلود چې د برتانې د ووټن باسیټ په ښارګوټي کې مارش وکړي او د هغو مسلمانانو ته خپل درناوی وښیي چې په افغانستان کې وژل شویدي.

د برتانې د کورنیو چارو وزیر الن جانسن اعلان کړیدی چې د پنجشنبې د ورځې نه وروسته که چا د سخت دریزې اسلامي ډلې "اسلام د برتانې لپاره" غړيتوب ولاره، او یا د ال مهاجرون د سترې ډلې غړی وي ، نو مجرم به وګڼل شي.

د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې دغه ډله یې پخوا هم بنده کړې وه خو هغه زیاته کړه چې دغې ډلې د خپل نوم په بدلولو سره خپل فعالیت بیرته پیل کړیدی. د کورنیو چارو وزیر ویلي دي چې دا کار یې د تروریزم د مخنیوي په خاطر کړیدي.

د اسلام د برتانې لپاره د ټولنې مشر انجم چوهدري د امریکا غږ ته وویل چې دا کار غیر عادلانه دی ځکه چې د هغه پر وینا دغه ټولنه په هیڅ ډول افراطي اعمالو کې لتاړه نده.

"زمونږ تحریک ایډیالوژیک او سیاسي دی. مونږ په نظامي اویا کوم بل ډول تشدد سره هیڅ سر او کار نلرو".

د اسلام د برتانې لپاره ټولنه په لومړي ځل په کال 1980 کې د ال مهاجیرون په نامه جوړه شوه. دغه وړه ټولنه وروسته تر هغې زیاته مشهوره شوه او هر چا یې نوم ږپیژنده کله یې چې د جنجالي مظاهرو ګواښونه وکړل.

دغې ټولنې تیره اوونۍ اعلان وکړ چې پلان لري د برتانې د ووټن باسیټ په ښارګوټي کې یو مارش ترسره کړي. دا هغه سیمه ده چې په افغانستان کې د وژل شويو برتانوي عسکرو لپاره پکې د درناوي مراسم تر سره کیږي. خو د ځینو ملحوظاتو په خاطر دغه مظاهرې د یکشنبې په ورځ فسخ شولې.

ښاغلی چوهدري وایي دا چې د برتانې حکومت زمونږ ټولنه بنده کړه ، پدې سره په حقیقت کې دغه حکومت د بیان آزادي کمزورې کوي او ښیي چې برتانیه د مسلمانو سره تبعیض لري.

"که چیرته تاسو د ترویزم قانون ته وګورۍ، او بیا د هغو ټولنو نومونه وګورۍ چې بندېز پرې باندې لګول شویدی، نو تاسو ته به دا معلومه شي چې دا ټولې ټولنې مسلمانې ټولنې دي. ځکه چې هغوي یا غواړي چې شریعت نافذ کاندي او یا غواړي چې د مسلمانانو ځمکه آزاده کړي".

ډاکټر کرس الن په برتانیه کې یو اسلامي متخصص او لیکوال دی. هغه وایي د ترویزم لایحه تر زیاتې اندازې د مسلمانو ډلو په خلاف جوړه شویده. ځکه چې دغه لایحه وروسته تر هغې جوړه شوه چې د افراطي مسلمانانو لخوا د امریکا په متحده ایالاتو او برتانې باندې ترویستي بریدونه وشول.

د تروریزم دغه قانون پداسې یوه مفکوره جوړ شویدی چې اسلام ته پکې د یوې ستونزې په توګه کتل شویدي. او ټول پکې مسلمانان په پام کې نیول شویدي. او زه فکر کوم دغه قانون د هغو اعمالو په عکس العمل کې جوړ شویدی چې د داسو خلکلو لخوا ترسره شول چې هغوي بیخي د مسلمانانو استازیتوب نکوي.

ښاغلی الن وړاندې وایي چې اسلام د برتانیې لپاره د ټولنې په شان نور اکثره مسلمانان هم دلته د افراطي ډلو طرفداره ندي او د برتانې زیات خلک دا فکر کوي چې د برتانی دغه اقدام د مسلمانانو پر ضد د بې عدالتي ده.

"زه فکر کوم چې د حکومت پدې کار سره به اسلام د برتانې لپاره په شان ډلو ته دلته نور هم ملاتړ زیات شي. او زه فکر نکوم چې حکومت به پدې اړه پر ځای او صحي ګام پورته کړی وي".

د برتانې د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د یو د پاسه دوه زرم کال نه راپدیخوا کابو 15 تنه پدې تور مجرم ګڼل شویدي چې د هغو ډلو سره یې سر او کار درلود چې د حکومت لخوا ورباندې بندیز لګیدلی دی. د تروریزم د لایحی له مخې شاوخوا 45 ټولنې د برتانیې د حکومت لخوا بندې شویدي.

XS
SM
MD
LG