د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان: وزیرستان کې بې پیلوټه الوتکو ١٢ یاغیان وژلي


د پاکستان امنیتي چارواکي وايي چې د صوبه سرحد په شمالي وزیرستان کې د آمریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې لږ تر لږه ۱۲ یاغیان وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې د حملې هدف په اصل کې د طالبانو مشر حکیم الله محسود وو خو دا لا معلومه نه ده چې په دې حمله کې هغه وژل شوی دی او که نه؟

د بې پیلوټه الوتکې حمله نن د پنجشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان د پسلکوټ په سیمه کې د یاغیانو پر یو روزنیز مرکز باندی وشوه. دغه مرکز د افغانستان او پاکستان ترمنیځ په سرحدي سیمه کې چې د طالبانو او القاعده ترهګرو قوي ځالې په کښي دي، موقعیت درلود.

د سږ کال د پیل راهیسي د آمریکا متحده ایالاتو د پاکستان پر خاوره باندې د بې پیلوټه الوتکو حملو ته زور ورکړی دی. د نن ورځې حمله اووهمه حمله ده چې د بې پیلوټه الوتکې له خوا د پاکستان پر خاوره کېږي. ۷ سره حملې په شمالي وزیرستان کې شوي دي.

د پنجشنبې حمله په داسي حال کې وشوه چې د افغانستان او پاکستان لپاره د آمریکا خاص استازی ریچارد هولبروک پاکستان ته په سفر تللی دی.

تیره چارشنبې د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي چې د ښاغلي هولبروک سره یې یوځای په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې خبري کولې وویل چې آمریکا باید د پاکستان په برخه کې یو لړ معین حدودونه له پامه ونه غورځوي.

XS
SM
MD
LG