د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان وايي جگړې ددوی اقتصاد ځپلی


د پاکستان جمهور ریْس آصف علي زرداري یو آمریکايي پلاوي ته چې دغه ملک ته په سفر تللی دی ویلي چې په سیمه کې د ترهګرۍ پرضد د آمریکا جګړې تقریباْ د پاکستان اقتصاد اغیزمن کړی دی.

ښاغلي زرداري وویل چې د ۲۰۰۱ کال را په دیخوا کله چې د آمریکا په مشرۍ د القاعده ترهګرو پرضد جګړه پیل شوه دغه جګړه پاکستان ته په ۳۵ میلیاردو ډالرو تمامه شوې ده.

هغه دغه څرګندونې نن د جمعې په لاهور کې د افغانستان او پاکستان لپاره د آمریکا د خاص استازي ریچارد هولبروک سره یوځای وکړې.

ښاغلي زرداري یوځل بیا د آمریکا څخه وغوښتل چې د بې پیلوټه الوتکې ټکنالوژي دي ورته ورکړي او زیاته یې کړه چې د القاعده ترهګرو پرضد د آمریکا د بې پیلوټه الوتکې حملو د پاکستان ملي یووالي ته سخت زیان رسولی دی.

د پاکستان په خاوره باندی وروسته له هغه نه چې یوه ځانمرګه د افغانستان په ختیځ کې ۷ د آمریکا د سي آی ای کارکونکي ووژل، د امریکا د بې پیلوټه الوتکو حملې زیاتې شوي دي.

XS
SM
MD
LG