د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستاني طالبانو مشر زخمی شوی


په پاکستان کې استخباراتي سرچینی وايي چې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله محسود د آمریکا د بې پیلوټه الوتکې په حمله کې ټپي شوی دی.

دغو منابعېو چې نه یې غوښتل نومونه یې افشا شي، ویویل په دغه حمله کې په جنوبي وزیرستان کې د یاغیانو یو روزنیز مرکز په نښه شو.

د طالبانو په مینځ کې هم د محسود د حالت په اړه بیلابیل ریپوټونه موجود وو. د دوی له جمع نه ځینو وویل چې حکیم الله محسود په دغه حمله کې ټپي شوی دی او اوس د تدوای لاندې دی.

د طالبانو نورو منابعو یو د انټرنیټ له لارې د محسود آواز خپور کړی چې وايي زه ژوندی یم خو په یادشوي پیغام کې د نېټې او د بې پېلوټه الوتکې په اړه څه نه دي ویل شوي.

XS
SM
MD
LG