د لاس رسي وړ اتصالات

٢٠٠٩م: اوباما له عراق نه افغانستان ته پام واړاوه


د امریکا جمهوررئیس بارک اوباما دخپل جمهوری ریاست په لومړی سرکې په پاکستان او افغانستان دواړو ډیره زیاته پانگه اچونه وکړه.

په دوه زره نهم کال کې دپاکستان حکومت ومنله چې امریکا ورسره په کال کې یو عشاره پنځه میلیارده ډالر اقتصادی او نظامی مرسته کوی چې دا به دپنځو کالو لپاره وی .

په عینی وخت کې دامریکا جمهوررئیس اوباما په افغانستان کې دامریکا په سفارت کې دامریکائې ملکیانو شمیر دری برابره کړه چې پدی حساب یو زرو تنوته رسیږی.

ددغو ملکیانو دزیاتولو هدف ددغه هیواد سره دبیا ودانولو په چارو کې مرسته کول دی . مگر دملکی کوښښونو سره سره، دجمهوررئیس اصلی پام په سیمه کې دتروریزم په خلاف جنگ ته اوښتی دی.

جمهوررئیس اوباما تیرکال دلوړی له پورته کولونه څو دقیقی لا نوی تیری شوی چې دامریکا خلکو او د درستی نړۍ سره ئې وعده وکړه :

"موږ به مسؤلانه توگه عراق خپلو خلکوته په پریښودلو پیل وکړواو په افغانستان به کې مشکله سوله ټینگه کړو".

مگر مخکې لدی نه چې دغه سوله ټینگه کړای شی ، دامریکا په مشری ائتلاف ته پکار ده چې دافغانستان په جنوبی ولایتونو کې دطالبانو دقوی حضور غم وخوری.

د ایتلاف قواوو د توندورانو په مورچو باندی بمباری زیاتی کړې. خو دغی نوي ستراتیژی په هیواد کی عام خلک خپه کړل ځکه چی د دغو بمباریو سره ملکیانو ته ډېر زیات تلفات واوښتل.

د تېر مارچ په میاشت کی جمهوریس اوباما اعلان وکړ چی افغانستان ته به توجه زیات کړي.ده وویل درې کاله کېږی چی زموږ قوماندانانو ته ویل شوي دي چی دوی د عسکرو د روزلو لپاره له کومو منابعو نه کار اخیستلای شی . دوی له دغاو منابعو نه ځکه گټه نه شوای اخیستلای چی په عراق کی جنگ روان وو. اوس هغو شرایطو تغیر کړی.

ښاغلي اوباما اعلان وکړ چی افغانستان ته په زرهاو نور عسکر استوی. وروسته ده دغه راز په افغانستان کی د متحده ایالاتو په پوځي مشرتابه کی هم تغیر راووست.

او جنرال سټېنلي مک کریسټل ته یې امر وکړ چی ملکی تلفات ډېر کم کړی.

کله چی متحده ایالاتو په افغانستان کی په طالبانو باندی حملې زیاتی کړې، د پاکستان حکومت کوښښ وکړ چی ه خپله خاوره کی توندروانو تعقیبولو ته زور ورکړی.

خو طالبانو د سوات په دره کی د حکومت سره د موافقې نه سرغړونه وکړه او د اسلام اباد شپېته کیلومیتری ته یې خپلی قواوی را دمخه کړې.

طالب جنگیالیو د خلکو په وهلو ټکولو بنا وکړه او د نجونو ځینی ښونځی یې وتړل.

د پاکستان پوځ په متقابله حمله لاس پوری کړ او دسیمی نه تقریبا دوه نیم میلیونه کسان د خپلو کلیو او کورونو پریښودلو ته اړ شول.

د تېر کال تر نیمایی پوری متحده ایالاتو د پاکستان د پوځ ستیانه کوله او ویل یې چی هغوی د هیواد په شمال لوېدیځ کی طالبانو ته ډېر زیات تلفات اړولي دي.

د متحده ایالاتوو خاص استازی ریچارډ هولبروک وایي:

"اوس حاضر بالاخره د پاکستان پوځ د طالبانو سره په ډېرو مهمو جگړو لگیا سوی دی".

جمهوریس اوباما په اسلام اباد باندی زور واچاوه چی د وزیریستان سیمی ته خپل عملیات پراخ کړی او توندروان پرې نه ږدی چی د افغانستان په خاوره کی عملیات وکړی.

وروسته له هغه چی د تندروانو حملو د اکټوبر په میاشت کی پاکستان ولړزاوه نو د هغه هیواد د پوځ نطاق تورن جنرال اختر عباس اعلان وکړ چی په جنوبی وزیریستان کی په طالبانو باندی حملې یوازی هغو طالبانو ته متوجه دي چی د پاکستان په خاوره کی عملیات کوی. جنرال اختر عباس وویل.

په دې سیمه کی هر ډول بې ثباتي نورو ټولو سیمو ته بې ثباتی خپروی. مگر د امریکا د لویو درستیزانو د کمېټې ریس جنرال مایک مولن د امریکا ږغ راډیو ته وویل چی پاکستان اوس هم باید خپل عملیات پراخ کړی.

دی وایی پاکستان دغه راز د ې ته ضرورت لری چی په هغو طالبانو باندی حملې وکړی چی فکر کېږی له افغانستان نه تښتېدلي دي او غواړی چی د شمالی وزیریستان په قبایلی سیمو کی عملیات وکړی.

مایک مولین وایی:

"دا هغه طالبان دي چی امریکایان وژنی. دا هغه طالبان دي چی افغانان وژنی. دا هغه طالبان دي چی د ایتلاف قواوي قتلوی نو باید چی د افراطیانو په ټولو ډلو باندی فشار واچول شی.

د تېر ډسامبر په میاشت کی د اوباما حکومت فکر وکړ چی د پاکستان طالبان هم د افغانستان د طالبانو په څېر په افغانستان کی په قواوو باندی حملې کوی.

یوه ځان مرگي په افغانستان کی د امریکا د استخباراتو اوه تنه مامورین ووژل او فکر کېږی چی دا حمله یې د پاکستان د طالبانو د مشر بیت الله محسود د وژل کېدلو د بدل اخیستلو لپاره وکړه. محسود په پاکستان کی د امریکا د بې پیلوټه الوتکی د حملې په نتیجه کی وژل شوی وو.

د افغانستان او پاکستانطالبانو دواړو د امریکا د استخباراتو په مامورینو باندی ددغی وروستی حملې مسولیت واخیست.

جمهور رئیس اوبامادوخته لا افغانستان ته د دېرشو زرو امریکایی عسکرو په لېږلو بنا کړې ده. دی واییهیله لری چیدغه عسکر بهد توندروانو سره په بریالیتوگه مقابله وکړای شیاو بالاخره بهپه افغانستان کی امنیت قایم کړی او د امنیت چاری بهد هغه هیوادقواوو ته وسپاری.

مگرښاغلي اوباما ژمنه کړې ده چیددې کار لپاره به هم په افغانستان او هم په پاکستان کید امنیتی قواوو سره د متحده ایالاتوهمکاري زیاته کړی.

XS
SM
MD
LG