د لاس رسي وړ اتصالات

گیټس: د طالبانو له مشرانو سره روغه ناممکنه ده


د امریکا د دفاع وزیر رابرت ګیټس وایي د دې احتمال نشته چې د طالبانو مشران به دې ته زړه ښه کړي چې د افغانستان د حکومت سره پخلا شي.

هند ته د سفر پر وخت ښاغلي ګیټس خبریالانو ته وویل، ددې امکان شته چې د طالبانو زیات شمیر پلویان به دیته غاړه کښیږدي چې د جمهور رییس حامد کرزي د حکومت سره یو ځای شي.

خو د متحده ایالاتو د دفاع وزیر رابرت ګیټس وایي هغه به پدې حیران شي چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر سره روغه جوړه وشي.

ګیټس وایي تر څو پورې چې طالبانو دا نه وي درک کړي چې هغوي تحرک له لاسه ورکړیدی او پدې پوه شي چې هغوی د جګړې ګټونکي ندي، په لوړه سطحه د روغې جوړې احتمال نشته.

ښاغلي ګیټس همدارنګه د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د امریکایي قواوو د نظامي عملیاتو په اړه خوشبیني وښوده، هغه وویل چې په سیمه کې خلک د امریکا د سمندري قواوو د زیاتوالي نه خوښ دي خو هغه زیاته کړه چې لا ډیر وختی دی چې په سیمه کې د بري په اړه خبرې وشي.

هلمند ولایت ته د امریکا د سمندري قواوو ورتګ د جمهور رییس باراک اوباما د هغه پلان یوه برخه ده چې ژمنه یې کړیده افغانستان ته به نور دیرش زره عسکر استوي.

XS
SM
MD
LG