د لاس رسي وړ اتصالات

کرزی: طالبانو ته باید پیسې او کارونه ورکړل شي


د افغانستان جمهوررئیس حامد کرزی وایی چی دی په نظر کی لری طالبانو ته د پیسو او کارونو ورکولو پیشنهاد وکړی چی هغوی خپل ملکي عادی ژوند ته بیرته راستانه سی.

هغه د بي بي سي سره په مرکه کی وویل چی دا پلان به یې د نړۍ والي ټولني له خوا تمویل سی.

جمهوررئیس کرزي وویل چی امریکا او برتانیه به د افغانستان په باب په هغه کنفرانس کی ددې پلان سره خپل ملاتړ اعلان کړی چی بله هفته په لندن کی جوړیږي. د افغانستان مشر وویل چی جاپان به هم د مالي ملاتړ پیشنهاد وکړی.

ښاغلي کرزي وویل چی د طالبانو سخت لاري طرفداران به چی د القاعدې او نورو تروریستی ډلو غړی دي په دې پروگرام کی قبول نه سی.

کرزي وویل چی طالبان همدا اوس خپلو سړیو ته چی استخداموي یې تر هغه چی د افغانستان حکومت یې په خپلو قواو کی نیسی، زیاتي پیسې ورکوي.

د افغانستان په جمهوررئیس باندي د لویدیزو طاقتونو له خوا له دې کبله سخت انتقادونه کیږی چی د آگسټ په میاشت کی د جمهوري ریاست په انتخاباتو کی تقلب او ټگي برگي سوې وه.

د افغانستان جمهوررئیس بي بي سي ته وویل چی ددې انتخاباتو سره لویدیځو متحدینو « په جدي توگه ښه سلوک ونه کړ. »

مگر هغه وویل چی دی اوس په لویدیځو طاقتونو باندی باور او اعتماد لری.

XS
SM
MD
LG