د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د الوتکو د تښتول کیدو وېره


هند وروسته له هغه خپلو ټولو هوایی میدانونو ته د تیار سۍ امر ورکړی دی چی په القاعدې پوري تړلو یاغیانو له خوا د الوتکو د تښتولو په باب استخباراتي رپوټونه ور رسیدلي دي.

چارواکی وایی چی د ( ایر اینډیا ) او نورو هوایي شرکتونو په الوتکو باندي به شاید د القاعدې یا په پاکستان کی دیره د لشکر طیبه غړي حملې وکړي.

هندی چارواکي وایی چی د الوتکو د مسافرینو سختي تلاشۍ کیږي او د ټولي سیمی په الوتکو کی محافظین اچول سوي دي چی دداسي حملو مخنیوی وکړی.

د هوایي چلند چارواکی وایی چی د هغو الوتکو د تښتولو خطر موجود دی چی د هند، افغانستان،بنگله دیش،بوتان، مالدیوز، نیپال، پاکستان او سریلانکا نه پروازونه لري.

XS
SM
MD
LG